The news is by your side.

خوګیاڼی؛ له پاکستان راتلونکي مسافر لومړی معاینه کېږي

خبریال وېب پاڼه/تېره شپه په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل وویل چې نن چهارشنبه به د افغان مسافرو پر مخ د تورخم درواز خلاصه شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایي چې د را ستېدونکو بند پاتې افغانانو لپاره ټول امنیتي او روغتیایي تدابیر نیول شوي دي او له معایناتو وروسته به را پرېښودل کېږي.

تر دې وړاندې کابو یوه میاشتې مخکې هم هم له تورخم او سپین بولدک څخه زرګونه افغانان هېواد ته را ستانه شول چې ډېری مسافرو یې له ځان سره کرونا وبا هم راوړه.

په لومړیو کې د ننګرهار ولایتي چارواکو په تورخم ښارګوټي کې د را ستنېدونکو افغانانو لپاره د کرنتین او روغتیا ټول تدابیر نیولي وو خو د پاکستاني لوري لخوا د قصدي بې اختیاطۍ له امله چې ټول بند پاتې افغانان یې په یو وار د تورخم په دروازه را خوشي کړي وو، دغه چاره ټکنۍ او له ستونزو سره م کړه.

تېره میاشت د اپریل له ۶ مې تر ۹ مې نېټې پورې د دریو ورځو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې د مسافرو پر مخ خلاصې وې چې له بند کېدو سره یې یو شمېر افغانان په کوزه پښتونخوا او پاکستان کې بند پاتې شول. همدغه مسافر نن هېواد ته را ستنېږي.

ټاکل شوې ده له همدې اونۍ وروسته د ترانزیټ او سوداګریزو توکو پر مخ هم دغه لارې په اونۍ کې ۵ ورځې د افغان تاجرانو پر مخ پرانیستل شي.

تېره اونۍ د سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې وویل چې د راتلونکې اونۍ له دوشنبې (روانه اونۍ) وروسته به د تورخم او سپین بولدک لارې په اونۍ کې پینځه ورځې د سوداګریزو توکو پر مخ پرانیستې وي، چې دا به په هېواد کې د لومړینو توکو پر بیو کې د پام وړ کموالی راولي.

تر دې وړاندې دغه لارې په اونۍ کې دری ورځې پرانیستې وې، چې تاجرانو نشوای کولی په آسانۍ خپل مالونه هېواد ته را وارد کړي ځکه ډېری داسې توکي وو چې په کم وخت کې یې د خرابېدو اندېښنې لرلې نو له همدې امله یې له راوړلو ډډه کوله.

پاکستان د کرونا تر سخت برید لاندې راغلی، چې له همدې امله په دغه هېواد کې افغان سفیر د بند پاتې شویو افغانانو د را ستنولو لپاره له پاکستاني لوري سره سخبرې کړې دي.

ټاکل شوې ده نن د تورخم له لارې په پاکستان او کوزه پښتونخوا کې بند پاتې سلګونه افغانان هېواد ته را ستانه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.