The news is by your side.

په افغانستان کې نور د هوایي بریدونو معلومات نه خپروو

خبریال وېب پاڼه/امریکایي پوځ په افغانستان کې د خپلو هوایي بریدونو د معلوماتو له نه خپرولو خبر ورکوي.

امریکایي پوځ وایي چې وروسته له دې په افغانستان کې د خپلو هوایي بریدونو معلومات نه خپروي او زیاتوي چې دا کار له طالب اورپکو سره د شوې هوکړې له مخې کوي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې امریکا او طالب اورپکو د قطر په دوحه ښار کې د سولې لومړنی تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د یو بل پر وړاندې اوربند اعلان کړ. په دغه ځخلور ماده یي کې د بندیانو له تبادلې سربېره له افغان حکومت سره د تاوتریخوالي او بین الافغاني خبرو یادونه هم شوې وه چې تر اوسه یې له ډلې یو هم هغسې چې وړاندوینه شوې وه، عملي شوي نه دي.

له دغې هوکړې را په دې خوا طالب اورپکو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې څه کم زر بریدونه کړي دي چې سلګونه ملکیانو او امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. تمه وه د امریکا او طالبانو تر منځ له هوکړې وروسته د افغان وژنې بهیر ودرېږي خو برعکس دې خونړۍ چارې نور هم زور واخیست او ګڼو افغانانو ته یې ځاني او مالي تلفات واړول.

د حکومت په ګډون نړیوالو سازمانونو، امریکا او ګاونډیو هېوادونو په وار وار له طالب اورپکو څخه د تاوتریخوالي د کمولو او اربند کولو غوښتنه وکړه خو دغې وسله والې ډلې په بیا بیا رد کړه او خپلو خونړیو بریدونو ته یې ادامه ورکړه.

تېره ورځ ولسمشر غني هم په یوه بیان کې ګوت څنډنه وکړه چې که د کرونا له امله هره بشري فاجعه را منځته کېږي، مسؤلیت به یې د طالب اورپکو په غاړه وي. ښاغلي غني څو ځله د مخه هم له طالبانو څخه د احتمالي بشري ناورین د را منځته کېدو له امله له طالبانو حخه د اوربند غوښتنه کړې وه.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ ویانده وایي چې په افغانستان کې له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې په سپه دغه هېواد کې د د روانې جګړې د کمېدو په موخه به له دې وروسته د هوایي بریدونو او عملیاتو معلومات پټ ساتي.

زچاري هارل وایي دوی په دې هڅه کې دي چې ژر تر ژره له طالب اورپکو سره سره د شوې هوکړې مادې عملي شي او په دې توګه په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي. تر دې د مخه هم سیګار د طالبانو په هکله معلومات وړاندې نه کړل او دا یې له دغې اورپکې ډلې سره د شوې هوکړې یوه برخه وبلله.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance