The news is by your side.

پښتین: د پښتنو وژنه د پاکستاني ریاست د مشرانو په لارښوونه کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم مشر منظور پښتین وایي، د پښتنو وژنې د پاکستاني ریاست او پوځ د مشرانو په لارښوونه کیږي.

منظور پښتین چې تېره ماښام پر خپلې فېسبوک پاڼې په ژوندۍ بڼه خبرې کولې وویل، د شهید عارف وزیر د قتل قضیه به د پاکستاني ریاست او پوځ پر خلاف مخ ته وړو. او د دې لپاره به په پاکستان دننه او د بهر نړۍ په هېوادونو کې احتجاجونه کوو.

پښتین پر ټولو پښتنو غږ وکړ، چې د پښتنو په خاوره کې روان ناورین او ظلم ته دې پام وکړي تر څو د یو بل په خلاف استعمال نه شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، په امنیت کې پښتانه افسران او بېلابېلو برخو کې اغېزمن پښتانه، چې لږ تر لږه په پاکستان کې اغېز لري، هڅه دې وکړي چې د خپلو موقفونو له امله هم د پښتنو پر ضد استعمال نه شي.

پښتین د عارف وزیر د شهادت په اړه د پنجاب د ګورنر ټویټ ته په اشارې وویل، چې د شهید عارف وزیر د قتل پړه د افغانستان پر امنیتي ادارو ور اچول د عارف وزیر د شهادت او د پښتنو سپکاوی دی او په دې کار پنجاب ډېر خوشالیږي.

د پښتنو په خاوره کې، له پښتنو سره د روانو ظلمونو او بې عدالتۍ سره سره بیا هم د پښتنو غورځنګ د امن او عدالت غږ کوي، نوموړي د لر او بر پر پښتنو افغانانو غږ وکړ، چې په خپله خاوره د امن او سولې راوستلو لپاره دې هڅې وکړي او ټول دې سره په اتفاق شي.

پښتین وایي، زموږ احتجاجونه او لاریونونه سوله اییز دي، موږ د پښتنو قانوني حقونو لپاره راپورته شوي یو، د خپلو حفدقونو او عدالت لپاره به مبارزه ژوندۍ ساتو او هېڅکله به په شا نه شو، تر څو مو چې د پاکستاني ریاست پر مشرانو د پښتنو قانوني حقونه نه وي منلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د غورځنک پر مخکښ او فعال غړي سردار محمد عارف وزیر د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د ملېشو له لوري وسله وال برید وشو چې عارف وزیر بیا د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

په ورته مهال اوس به د غورځنګ د غړیو او پلویانو احتجاجونه د شهید عارف وزیر د قتل او نورو بې ګناه پښتنو د وژل کېدو او پښتنو سره د روانو ظلمونو په پار په پاکستان دننه او بهر هېوادونو کې دوام ولري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.