The news is by your side.

کندهار کې د وړو ماهیانو د تولیدي فارم چارې په بشپړېدو دي

خبریال وېب پاڼه/ کندهار کې د کبانو فارمونه په بې سارې توګه وده کړې او په تېرو اتو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې څه باندې یو زر او ۵۰۰ بابه لوی او کوچني فارمونه جوړ شوي دي.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په کندهار کې د کبانو روزنې شته فارمونه د کال څه باندې شپږ زره ټنه غوښه تولیدوي، چې د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو ته صادرېږي.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژه «NHLP» د کندهار د کب روزونکو د ملاتړ په پار په یاد ولایت کې د ماهیانو د بچیو د تولیدي فارم «هیچري» جوړولو چارې پیل کړي، چې تر دې دمه یې د جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپږ شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ماهیانو د هیچري فارم د کندهار ولایت د دامان په ولسوالۍ کې په ۱۰ جریبه ځمکه کې جوړيږي، چې د زون په کچه به د کب روزونکو یو شمېر ستونزې هوارې کړي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۸ه ش کال کې په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یو شمېر پروژې په پام کې نیول شوي وې، چې په دغو پروژو کې د کبانو د هیچري جوړول، پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل و.

په کندهار کې درې ډوله کبان «معمولي کارپ Common Carp، سلور یا سپین زر کارپ Silver Carp او واښه خوړونکي ګراس کارپ Grass Carp » روزل کېږي، چې تر نورو هغو یې پایلې ښې دي.

د چارواکو په خبره که دغلته د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي نو په نږدې راتلونکې کې به کندهار د کبانو په يو لوى توليدوونکي ولايت بدل شي.

په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر څه باندې دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیدوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.