The news is by your side.

ایراني شرکتونو د افغانستان له لارې د توکو استولو غوښتنه کړې

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا هېوادونو ته د راکړې ورکړې لپاره د ایران لېوالتیا

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، تر اوسهښ لس ایراني شرکتونو د افغانستان له لارې د توکو استولو غوښتونکي شوي دي.

ایران غواړي چې خپل صادراتي توکي د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته واستوي او زیاتوالی ورکړي.

ایراني رسنیو ویلي دي چې شرکتونع غواړي دا توکي د افغانستان د موټرو نه په ګټې اخیستنېې سره تاجکستان او اوزبکستان هېوادونو ته صادر کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، که چېرې په ګمرکونو کې ظرفیت پياوړی شي د افغانستان لهۍخاورې به د توکو ترانزیت زیاتوالی ومومي.

افغانستان څخه د ایران صادراتي توکو لیېږد د تېر کنوانسیون له لارې منځنۍ آسیا ته ترسره کیږي.

افغانستان چې اوس د دغه کنوانسیون غړیتوب لري، په آسانۍ سره کولای شي، د ایران توکې له خپلې خاورې څخه نورو هېوادونو ته واستوي.

اوس ایران لېواله دی څو له دغې لارې څخه د خپلو صادراتي توکو د لیږد بهیر زیات کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي تر دا مهاله لس ایراني شرکتونو د افغانستان له لارې ازبکستان او تاجکستان ته د خپلو توکو د لیږد غوښتنه کړې ده.

په هره اوونۍ کې د افغانستان خاورې د میلک پولې له لارې څخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو د لېږد موټرونه د منځنۍ آسیا هیوادونو ته دننه کیږي.

د ټرانسپورټ وزارت وایي چې دوی د ایران صادراتي توکو د زیاتوالي لېږد لپاره همکارۍ ته چمتو دي.

افغانستان له خپل موقعیت څخه په ګټنې سره کولای شي د منځنۍ آسیا د ټرانزېټ هېوادونو پر څلور لارې بدل شي او د دغه هېوادونو په ډله کې د راکړې ورکړې بهیر زیات کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.