د نړۍ تر ټولو کوچنی رستوران درمعلوم دی ؟
سويډن چې ګڼ ميشته او ګڼ نفوسه هيواد دا ځل پکې د نړۍ تر ټولو کوچنی رستورانت جوړ شو چې يوازي يوکس پکې خواړه خوړلای شي.
د کرونا ويروس له نړيوالي اوبا په اوښتو وروسته چې د نړۍ ټول خلک يو له بل څخه د لرې کيدو او جلا کيدو په فکر دي اوس سويډن دېتو په کتو سره داسې يو رسټورانت جوړ کړی چې يو متر ځای يوه څوکۍ او يو ټيبل يېـټول وسايل دي.
ددغه رسټورانت نوم(Bord for En)
دی چې معنا يې ده د يوه کس لپاره د خوړو ټيبل. د سويډن د حکومت له پلازمينې اسټاک هوم څخه ۴۶۰ کيلومتره لرې وايرملينډ سيمه کې جوړ شو چې د می مياشي په ۱۰ به په کار پيل وکړي دغه سيمه په طبعي ډول ډيره ښکلي شنه او سبزه واره سيمه ده.
په دغه رسټورانت کې په يوه وخت ۳ ډوله خواړه تيار وي که څه هم ددغه رستورانت کوم فرسونل او کاريګر نشته. خو دې حالت او د فاصلې اندازې ته په کتلو او له کرونا څخه د مخنوی په پار دغه رستورانت ته خواړه د يوې رسۍ (تار) او څرخي پواسطه راوړل کيږي.
که څه هم په سويډن کې قرنطين نه دی وضع شوی خو بيا يې هم خلک ډير ويښ او باشعوره دي له ډير احطاط څخه کار اخلي.
که په سويډن کې دغه واړه رسټورانتونه کامياب شي شايد د نوري نړۍ خلک يې هم جوړلو ته مټي را بډوهي چې جوړول يې خورا اسانه ، ساده او د ناروغيو د مخنوي په خاطر ډير ګټور دي.
هيره دې نه وي چېـد نورې نړۍ په څير کرونا ويروس افغانستان هم ځپلی چې په افغانستان مې تر ۳۰۰۰ زرو زيات افغانان په دې ويروس ککړ او زيات شمير يې د مرګ تر کومې رسولي دي.
که څه په افغانستان کې يو څه بنديزونه او قرنطينونه وضع شوي خو د عامو خلکو له خوا يې هيڅ پاملرنه نه کيږي.
بل خوا بيا ډاکټران او مسول چاوراکې دې ته سخت انديښمن دي او خبرداری ورکوي چې که په افغانستان کې داسې حالت روان وي سخت انساني ناورين به رامنځته شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.