خلیلزاد د افغان سولې لپاره قطر، هند او پاکستان ته ځي

خبریال وېب پاڼه/د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی یو ځل بیا د افغان سولې لپاره خپل سفر پیلوي.

ټاکل شوې ده د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی نوی سفر پیل کړي، نوموړی به په دغه سفر کې قطر، هند او پاکستان ته لاړ شي او د افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل کېدو په باب به ورسره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی خلیلزاد اوس مهال قطر، هند او پاکستان ته د افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره په سفر بوخت دی.

نوموړی داسې مهال د خپل سفر باب پرانیزي چې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د کرونا وبا له امله په جدي توګه کرنتین روان دی. نوموړی به له پورتنیو یادو شویو هېوادونو سره د بین الافغاني خبرو په ژر پیلېدو او د دوی په ګډه همکارۍ خبرې وکړي.

شاوخوا دوې میاشتې وړاندې طالب اورپکو له امریکا سره د سولې لومړنی تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د دواړو لوریو تر منځ اوربند وشو او د تړون په مادو کې راغلي وو چې دغه اورپکې او ترهګره ډله به له افغان حکومت سره هم تاوتریخوالی کموي خو د تمې خلاف د پخوا په پرتله یې هم تشدد او تاوتریخوالی زیات کړ.

دوې اونۍ وړاندې د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې وویل چې طالب اورپکو له امریکا سره د سولې له تړون را وروسته څخه د پاسه ۸۰۰ بریدونه کړي چې سلګونه افغانانو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کرونا وبا او روژې په راتګ سره د افغان حکومت په ګډون نړیوالو سازمانونو او د سیمې هېوادونو په بېلا بېلو اعلامیو کې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړي تر څو د کرونا وبا له امله کوم بشري ناورین را منځته نه شي خو دغې اورپکې ډلې ټولو ته د رد ځواب ورکړ او اوربند یې د حکومت په ګټه وباله، کوم چې د دوی په وینا دوی ته د منلو وړ نه دی.

زلمی خلیلزاد به په خپل سفر کې له هندي چارواکو سره د افغان سولې په باب مفصلې خبرې وکړي او دوی به د افغان سولې او له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو کې د خپل رول په هکله خبرې وکړي. دغه راز له پاکستان سره به هم له طالبانو د سولې د هوکې پر عملي کېدو خبرې اترې وکړي.

امریکا د افغان سولې په برخه کې د هند رول اغېزمن بولي او زیاتوي چې خلیلزاد به په دغه سفر کې له هندي چارواکو سره په دې تړاو اغېزمنې خبرې وکړي. ټاکل شوې ده خلیلزاد له طالب اورپکو سره هم په خبرو کې دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ته را وبولي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More