The news is by your side.

رشي کپور غوښتل ”دي لیجنډ آف مولا جټ“ پاکستانی فلم وګوري

خبریال وېب پاڼه/ دوه اوونۍ وړاندې د بالیووډ ادا کار رشي کپور وفات شو او په خپلو مینه والو او د فلمي صنعت کې یې یوه تشه پاتې شوه.

هندي لوبغاړي رشي کپور غوښتل پاکستاني فلم ”دي لیجنډ آف مولا جټ“ وګوري چې بشپړ نه شو او هغه هم ونه شو کولی چې دغه فلم وګوري ځکه ژوند ورسره یاري ونه کړه.

عمار حکمت د ياد فلم جوړوونکي وايي رشي کپور د دې فلم لیدو ته زړه وو او هغه د دغه فلم د ټایلر په خپرېدو سره د د دې فلم ډېره ستاینه هم کړې وه.

هغې د رشي کپور له لورې دې ته د ټويټر پاڼې له لارې لېږل شوي هغه پیغامونه هم خپاره کړل، چې د ياد فلم په تړاو په کې ستاینه شوې وه.

عماره حکمت وویل “زه د ریشي کپور د مړینې په اورېدو سخت خواشیني یم او له همدې امله ما دا سکرین شاټ له ټولو سره شریک کړ.”

د سکرین شاټ شریکولو سره، عمار حکمت وویل چې رشي کپور اکثره د فلم د لیجنډ آف مولا جټ د فلم د خپرېدو په اړه پوښتنې کولې او خپلې هیلې یې څرګندولې.

هغې وویل کله چې هغه د رشي کپور سره د خبرو لیدو لپاره ټویټر ته لاړه، نو هغه په ​​حیرانتیا سره ولیدل چې تېره میاشت په ټویټر کې له هغې سره د تماس نیولو هڅه کړې وه.

عماره زیاته کړه چې په ټویټر د غیر فعالیت له امله، هغه نه شي کولی د هغه پیغام وګوري او هغه به تل د ریشي کپور پیغامونو ته ځواب نه ویلو سره غمجن کېده.

باید یادونه وشي چې د پاکستاني فلم دي لیجنډ آف مولا جټ ریلیز د قانوني مسلو له امله د ډېرو کلونو لپاره وځنډول شوه چې له ډېر ځنډ وروسته به سږ کال په کوچني اختر کې يي د خپرېدو اعلان وشو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance