The news is by your side.

امریکایي هوایي ځواک تېر کال ۱۰۸ ملکي وګړي وژلي

خبریال وېب پاڼه/تېر ۲۰۱۹ ز کال د امریکا هوایي ځواک په افغانستان کې تر ټولو زیات ملکي وګړي وژلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راځي چې تېر کال په افغانستان کې د دوی هوایي ځواکونو د ترهګرو په لټه په هوایي بریدونو کې شاوخوا ۱۰۸ ملیکان وژل شوي دي.

راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۹ ز کال کې د دوی د ځواکونو لخوا د سوریې، سومالیا او عراق په پرتله په افغانستان کې زیات ملکي وګړي وژلي دي. سرچینه زیاتوي چې د افغانستان په ګډون په یادو شویو څلورو هېوادونو کې د امریکایي پوځ لخوا په مجموعي توګه ۱۳۰ کسان وژلي شوي چې یوازې ۱۰۸ له افغانستان څخه دي.

په ورته وخت کې د امریکا ځینې څارونکې ادارې بیا دا شمېره لوړه ښیي او زیاتوي چې امریکا په افغانستان کې د وژل شویو ملکیانو شمېرې کمې ښودلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو پینځو کلونو کې امریکا په افغانستان کې تر بل هر وخت زیاتې بمبارۍ کړې دي، چې په کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. تېر ۲۰۱۹ ز کال هم له دغو خونړیو پېښو څخه ډک هغه ؤ چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې ملکي وګړي په نښه کړي وو.

په افغانستان کې د امریکا هوایي ځواک له طالب اورپکو سره د سولې تر لومړني تړون را وروسته خپل بریدونه درولي دي او د طالبانو پر وړاندې عملیات نه کوي خو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر طالبانو ته د بریدونو د بیا پیل کېدو ګوت څنډنه کړې ده. نوموړي طالبانو ته په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې که تاوتریخوالی کم نه کړي، دوی به بېرته د افغان ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپاره شوي راپور کې راځي چې په دغو څلورو هېوادونو کې د ۱۳۰ ملکیانو له وژنې سربېره ۹۰ کسه نور ملکیان ټپیان شوي هم دي. امریکا داسې مهال په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د وژل شویو ملکیانو راپور خپروي چې په دې وروستیو کې یط د طالب اورپکو د تلفاتو له خپرولو ډډه کړې ده.

دوی په خپلو وروستیو بیانونو کې ویلي چې د سولې هوکړه لیک ته د ژمنتیا په خاطر به وروسته له دې په افغانستان کې طالب اورپکو اوښتي تلفات نه رسنیز کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.