The news is by your side.

له طالبانو سره د ايراني چارواکو خبرې

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان لپاره د د ايران د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهيم طاهريان له طالبانو سره افغانستان کې د وروستيو بدلونونو په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان لپاره د ايران د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهيم طاهريان په قطر کې د طالبانو له استازو سره ټليفوني خبري کړي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت خپرې کړي خبرپاڼه کې ليکلي چې ښاغلي طاهريان ددې ټليفوني خبرو پر مهال د طالبانو له استازو سره په افغانستان کې د وروستيو بدلونونو په اړه خبري کړي دي.

مخکې تر دې هم د ايران د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان لپاره د ايران د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغان حکومت له مشرانو سره د افغانستان د سولې او امنيت په اړه ټليفوني خبرې کړې وې.

عيني وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صدیق صدیقي، پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې افغان حکومت په هېواد کې د سولې ټینګښت په موخه له نړيوالې ټولنې سره يو ځای په دې برخه کې مهمې هڅې کړي دي.

د صديق صديقي په وينا افغان حکومت ژمن دی چې د سولې د پروسې د پرمختګ په موخه نورې هڅې هم وکړي.

د نوموړي په وينا د سولې د پروسي پر وړاندي تر ټولو لوی خنډ د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي دوام دی.

دا په داسي حال کې ده د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی دوحي ته تللی او غواړي چې له طالبانو سره د د سولې د هوکړه لیک د عملي کولو پر څرنګوالی خبرې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې دوحې ته د خليلزاد سفر تائيد شوی دی.

دې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې خليلزاد به د پيل شوي سفر په ترڅ کې له طالبانو سره تر خبرو وروسته هند ته سفر وکړي او هلته به له هندي چارواکو سره هم د افغان سولې پروسي کې د دې هيواد د رول په اړه خبرې وکړي او وروسته تر هغه به بيا اسلام آباد کې هم له پاکستاني چارواکو سره د افغان د سولې پر پروسي بحث وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين هم پر خپله ټوېټر پاڼه له ملا برادر سره د خليلزاد لېدنه تائيد کړې او زیاته کړې يې ده، چې دا لیدنه د قطر د بهرنيو چارو وزارت د استازي مطلق القحطاني په شتون کې وشوه او د بنديانو د خوشې کولو، د بين الافغاني خبرو د پيل کېدو او امريکا او طالبانو تر منځ د شوي هوکړه لیک د عملي کېدو په اړه بحث وشو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.