The news is by your side.

۹۳۳ طالبان خوشي شوي خو تاوترخوالی لا هم زیات دی

خبریال وېب پاڼه/حکومت په تېره څه د پاسه یوه میاشت کې د طالب اورپکو شاوخوا ۹۳۳ بندیان خوشي کړي خو تاوتریخوالی کم شوی نه دی.

په تېرو دوو ورځو کې د حکومت له زندانونو شاخوا ۸۳ طالب بندیان خوشي شوي دي چې عمومي شمېر یې تر ۹۳۳ پورې رسېږي خو د طلب اورپکو لخوا لا هم تاوتریخوالی کم شوی نه دی.

تېره ورځ له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې په نیږدې راتلونکو ورځو کې به د طالب اورپکو د بندیانو ۱۵۰۰ کسان له زندانونو آزاد شي خو په وسلوالو طالبانو یې غږ کړی ؤ چې دوی هم باید تاوتریخوالی کم او بین الافغاني خبرو ته چمتووالی ونیسي.

طالب اورپکو هم دوه ورځې وړاندې په کندهار کې یو شمېر نور بندیان خوشي کړي وو او په ظاهره یې ادعا کوله چې یاد شوي کسان د امنیتي ځواکونو غړي دي.

د کرونا وبا او روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو سره د طالب اورپکو لخوا بریدونو زور اخیستی چې دې چارې ولس، حکومت او نړیواله ټولنه سخته اندېښمنه کړې ده.

په تېرو دوو میاشتو کې د ولسمشر غني په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو، امریکا او ګاونډیو هېوادونو هم په مکرر ډول له طالب اورپکو څخه د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه چې د دغې وسلوالې دلې لخوا په بیا بیا رد شوه.

له همدې امله څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموریت عمومي قومندان سکاټ مېلر هم طالب اورپکو ته ګواښ وکړ چې که د سولې شوي تړون ته ژمن پاتې نه شي او تاوتریخوالی کم نه کړي، دوی به یو ځل بیا د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته را ودانګي او د طالب اورپکو پر وړاندې به هوایي بریدونه پیل کړي.

له امریکا سره د سولې له تړون وروسته طالب اورپکو هغه مهال خپلو بریدونو ته زور ورکړ، کله چې حکومت د هغو طالب بندیانو له خوشي کولو انکار وکړ چې په لویو جنایتونو او د سترو بریدونو په پلان کولو کې یې لاس درلود.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی هم نن قطر ته رسېدلی او له طالبانو سره یې د بندیانو له تبادلې سربېره د تاوتریخوالي په کمولو او بین الافغاني مراکراتو ته د چمتووالي په هکله خبرې کړې دي. تمه ده ښاغلی خلیلزاد هندوستان او پاکستان ته هم لاړ شي تر څو د افغان سولې او له طالب اورپکو سره د بین الافغاني مذاکراتو په څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د تاوتریخوالي د نه کمولو کوم واضح دریځ وړاندې کړی نه دی او نه یې بین الافغاني خبرو ته د چمتووالي څه ویلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.