The news is by your side.

کرونا سره مبارزه کې بهرنۍ مرستې کافي نه دي

خبریال وېب پاڼه/ د کډوالو نړیوال سازمان د کرونا پر ضد د مبارزې په برخه کې بهرنۍ مرستي کافي نه بولي او پر دغه ویروس د شکمنو کسانو ظرفیت ټیټوالي او د کوویډ١٩ ناروغۍ باندې د اخته کسانو درملنې لپاره د ځانګړو وسایلو له کمښت څخه خبرداری ورکوي.

یاد سازمان وایي چې دغه ننګونو په افغانستان کې پر کوویډ١٩ ناروغۍ د روغتیایي بنسټونو د کارکونکو احتمالي اخته کېدل هم زیات کړي.

د یاد سازمان یوه برخه وایي، افغانستان زیات شمېر آزمویښتي کیټونو ته بېړنۍ اړتیا لري او بله جدي اندېښنه دا ده چې دغه هېواد د شدیدو مواردو درملنې لپاره لږ اندازه مرکزونه لري.

شونې ده چې د بېلابېلو لاملونو له کبله افغانستان د کویډ١٩ څخه زیات اغېزمن شي.

یاد سازمان دغه راز ویلي دي چې افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدا څخه د دوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم ٦٠ سلنه کلیوال خلک د کویډ١٩ ناروغۍ له امله د اوښتو ګواښونو په اړه پوهاوی نه لري.

له دې سره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د دې سره سره چې په هېواد کې د مثبتو پېښو ثبت د اندېښنې وړ دی خو افغانستان د کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه ګټورې استفادې سره توانېدلی شو چې د نورو هېوادونو په پرتله د کرونا ویروس د لا خپرېدا مخنیوي په برخه کې ګټور ثابت شي.

د کډوالو نړیوال سازمان دغه راز خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې پر کرونا ویروس له پنځوس کلونو زیات عمر لرونکو اخته کسانو ژوند ته هیله لږه ده، ځکه چې د دې هېواد زیات شمېر خلک بېلا بلو ناروغیو لکه توبرکلوز، ایډز، خوارځواکۍ، سرطان او د زړه ناروغیو باندې اخته دي.

په ورته وخت کې دا سې ښکاري چې د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا بحران په مدیریت کې پاتي راغلی.

د کابل د سروبي ولسوالۍ ځینې اوسیدونکي وایي د عامې روغتیا وزارت ناغیړي کوي او د خلکو ستونزو ته پام نه کوي.

دوی وایي شل ورځې مخکې د دغې ولسوالۍ د سلو تنو د کرونا سمپلونه مرکزي لابراتوار ته استول شوي خو لا یې هم پایله نه ده روښانه شوې.

کله کله خو د یوه شخص پایله د بل په نامه راغلې ده، د سروبي ولسوال ګوهرخان بابري وایي په دې وروستیو کې د دغې ولسوالۍ نږدې شپېته کسان مړه شوي چې په ځینو کې یې د کرونا ویروس نښې هم لیدل شوې دي.

هغه وایي په وروستۍ یوه میاشت کې د پنځو ډاکټرانو په شمول ۳۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د سروبي ولسوالۍ د اوسېدونکو د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.