The news is by your side.

د هلمند په ۱۰۳ هکټاره ځمکه کي د شفتالو بڼونه جوړ شوي

خبریال وېب پاڼه/ د هلمند ولایت د کرنې ریاست د احصائې له مخې هلمند کې په ۱۰۳ هکټاره ځمکه کي د شفتالو بڼونه جوړ شوي چې د اټکل له مخې به ۱۶۴۸ ټنه حاصلات په لاس راوړي.

د هلمند ولایت د کرنې اداره یې علت بڼوالو ته د بڼوالۍ په برخه کي د عملي او نظري زده کړو ورکړه یادوي، چي په وینا یې د نورو سبو او مېوو تر څنګ د شفتالو رنګ، خوند او کیفیت هم سم شوی دی.

هلمند کي ۱۰۳ هکټاره ځمکه کې د شفتالو بڼونه جوړ شوي چي پر في هکټار د ۱۶ ټنه حاصلاتو اټکل شوی دی، چي د ټولو بڼونو څخه به ۱۶۴۸ ټنه حاصلات په لاس راوړل شي.

د هلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ساحوي کارمندانو د راپورونو پر اساس چي ګواکې سږ کال به په دې ولایت کي د شفتالو محصولاتو کې د زیاتوالي تر څنګ د کیفيت او کميت په لحاظ یې مېوه هم ښه ارزولې ده.

د کرنې ریاست د دې محصولاتو په اړه وايي، چي د ادارې له خوا بزګرو ته د عامه پوهاوي، د امراضو میخانیکي مخنیوي، موسمي اورښتونو، ښې هوا او له بڼونو څخه په فني توګه د حفظ او مراقبت له امله د شفتالو حاصلات لوړ او پر وخت بازار ته وړاندي شوي دي.

د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ ریس وايي، تېر کال یې ۱۳۰۰ مسمیر باغونه جوړ کړي وو، چې هغوی کې د شفتالو باغونه هم شامل وو اوراتلونکي کال ته هم پلان لري چې باغدارۍ ته انکشاف ورکړي.

د هلمند ولایت بڼوال له خپلو محصولاتو او بڼوالۍ زیات خوښ دي.

دوی وایي یوولس ډوله شفتالو، پلم او زرد الو م وې باغونه دلته شتون لري چې د نورو ولایتونو تر مېوو یوه میاشت مخکې پر حاصل راغلي چې دوی به یې په ښه نرخ بازار ته وړاندې کړي.

هلمند کې د شفتالو او نورو مېوو تر څنګ هوږه چي د مختلفو خوړو د خوند لپاره هم کارول کیږي، د هلمند ولایت په ۱۲۶۲ هکټاره ځمکه کې کرل شوې، چي د اټکل له مخې به ۳۵۳۳۶ ټنه حاصلات ور څخه تر لاسه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د روانې غويي میاشتې له ۱۱ مې څخه بیا د همدې میاشتې تر ۲۲ مې نېټې پورې د حیرتان ـ مزارشریف، اقینه او تورغونډۍ بندرونو له لارې په بېلابېلو توکو بار ۲۸۱۹ واګونونه هېواد ته رسېدلي دي.

دغه اداره وايي، په دغو واګونونو کې ۱۶۳زره ټنه، غذايي، نفتي، ساختماني او ځینې نور مواد شامل دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره زیاتوي چې په دغه موده کې ۳۵زره ټنه غنم، ۴۶زره ټنه اوړه، شا او خوا ۲زره ټنه غوړي،ۍ۴۹زره ټنه تېل، ۱۸زره ټنه مایع ګاز، ۶۴۰۰ ټنه ساختماني موادو او څه باندې۴۵۰۰ ټنه نورد اړتیا وړ مواد شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا له امله بازارونه تړل شوي چې ورسره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.