The news is by your side.

هرات کې د کرونا مبارزو ډاکترانو ته معاش نه ورکول کېږي

خبریال وېب پاڼه/په هرات کې د کویډاـ۱۹ ځانګړي شوي لابراتوار داکترانو خبریالانو ته ویلي چې دوی ته معاشونه نه ورکول کېږي.

د هرات ولایت د کرونا وبا لپاره د ځانګړي شوي لابراتوار ډاکترانو خبریالانو ته په احتجاجي ډول ویلي چې دوی ته د تېرو دوو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي او په وینا یې که د دوی غمه و نه خوړل شي، کار به پرېږدي او لابراتوار به هم وتړل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره ځانګړي شوي پرسونل ورته شکایت کوي، تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ورته ستونزې رسنیزې شوې وې.

هرات هغه ولایت دی چې د هېواد په کچه په لومړي ځل په کې د کرونا ویروس مثبته پېښه ثبت شوه. په دغه ولایت کې د کرونا ویروس په خورا چټکۍ خپور شو چې په کمه موده کې یې ورڅېرمه ولایتونه او بیا ټول هېواد ته ورڅخه سرایت وکړ.

د کرونا وبا په راتګ سره په روغتیايي چارواکو نیوکې هم په کم سارې توګه زیاتې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه شاوخوا ۴۵۰ ملیونه ډالره بهرنۍ مرستې له افغانستان سره اعلان شوې دي چې یوه برخه یې حکومت ته سپارل شوې هم دي خو د یو شمېر څارونکو بنسټونو په وینا په حکومت کې یو شمېر مغرضې کړۍ د بډو وهلو له لارې دغه مرستې حبف و میل کوي.

په ورته وخت کې په یو شمېر ولایتي روغتونونو کې د کرونا د تشخیص د کیټونو له کمښت هم ډېری وخت شکایت کېږي چې بیا د یوې لنډې مودې لپاره لابراتوارونه بند شوي هم دي.

تر اوسه په ټول هېواد کې څه د پاسه ۶۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په دې وروستیو څو ورځو کې یې شمېر د لوړېدو په حال کې دی. تېره ورځ د عامې روغتیا وزارت وویل چې یوازې په یوه شپه او ورځ کې د کرونا له امله ۱۷ کسان مړه شوي او څه د پاسه ۵۴ کسان ورڅخه روغ شوي وو.

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند هم د دغه ولایت د ډاکترانو ستونزه تائیدوي او وایي چې دوی ته معاش نه دی ورکړل شوی خو زیاتوي چې ډېر ژر به د دوی د معاشونو ستونزه حل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.