The news is by your side.

ولسمشره ! افغانستان ته د خوشحال سادات ضرورت دی

خبریال ډاټکام/ افغانستان او په افغانستان کې ولسواکې تر بل هر وخت له سخت ګواښ سره مخامخ ده ، په کوردننه پردیپالو او د پاکستان لاسپوڅو د سولي په بهانه له امریکا سره لاسونه پټ کړي او د افغانستان د ولسواک نظام او ددغه هیواد د ملي ګټو خلاف پرېکړياو فیصلې کوي .

د بیان آزادي ، د ښځو حقوق ، ولسواکي ، د افغان ماشومانو زدکړې او په لویه کې بشري حقوق له زیان او ګواښسره مخامخ شوي دي‌.

دا یوه داسيمرحله ده چې د ولسواک نظام د ساتلو او پاللو په موخه افغانستان ته د هر بانفوذه او په ځانګړيډول د پاکستان د شومو اهدافو د مخالف هر شخصیت ضرورت دی ، په تېره بیا هغه کسان چې افغانانو ته ثابت شويدي‌.

حکومت باید اوس له هغه ټولو بانفوسه اشخاصو ګټه واخلي، چې یا یې د پاکستان د مداخلت په تړاو ګټيپه خطر کې دياو یا په ریښتونې توګه ددغه نظام ساتلو ته ژمن دي .

دې کې هیڅ شک نشته تېروتنې به شوې وياو بانفوسه اشخاصو که هغه ددغه هیواد له هريژبياو قوم سره تعلق ولريتېروتنې به یې کړې وي، خو اوس د تېروتنو د بخښلو او د ملياو پر هیواد مینو اشخاصو د رامخ ته کولو وخت دی .

په دغو ملياو بانفوسه یا په بله معنا په ټولنه کې د ښه نوم لرونکو شخصیتونو له ملې یو یې جنرال خوشحال سادات دی چې ولسمشر غنيیې په مهم ځای د ټاکلو په صورت کې د نظام د ساتلو په موخه د ولس زړونه خپلولای شي و او د پاکستان د شومو اهدافو ضد افکار لرونکی ولس پر ځان راغونډولای شي‌.

پر مهم پوسټ د خوشحال سادات بیا مقرري له یوې خوا په کور دننه پر دیپالو ته سرخوږی جوړېدلای شي، او له بله پلوه هغه فکر ته تقویت ورکېدای شيچې په افغانستان او ولسواک نظام پ،رياړه ولري‌.

که ولسمشر غنيد ولس دا غوښتنې ته په درنه سترګه وګوري ، ښايي په ولس کې لا نور محبوبیت تر لاسه کړياو تر ډېره بریده د خوشحال سادات له ولسي ملاتړ نه لا نور برخمن شي‌.

که څه هم خوشحال سادات بیا بیا دا خبره کړې چې یو سرتېری دی او د حکومت هر امر او پرېکړه به پر سر سترګو مني، خو بیا هم د هغه پلویان چې ډېره برخه په ولس کې تیت او پرک ديپه یوه خوله د نظام تر شا اودرېدلای شي‌.

افغانستان ته دا وخت د یوه یوه وګړيد رېښتونولۍ ، تبلیغاتو او ورسره د دښمن په خلاف د درېدلو ضرورت دی ، نو په داسيیوه وخت کې چې هیواد خلکو ته اړتیا ولريد بانفوسو اشخاصو مقرري مثبته ثابتېدلای شي‌.

له خوشحال سادت نه که له یوې خوا لنډه غر په وېره کې وو ، له بله پلوه یې تر ډېره بریده د پاکستان لاس پوڅيهم د خپليوېريتر سیويلانديراوستيوو.

هغه کسان چې پر ولسمشر را څرخېدلياو تر ډېره بریده ارګ مېشتيبلل کېږياو ګټيوټې یې په ارګ پوري تړلې دي، اوس ددې اړتیا ده چې هغوی په خپل اثر رسوخ بانديولسمشر قانع کړيچې خوشحال او هغه ته ورته څېرې را وباسياو داسيچارې وروسپاريچې له یوې خوا ولس خپل او له بلې خو ددښمن سترګې وسوځوي‌.

سید نعمت الله آغا

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.