The news is by your side.

مشاهد حسین :‌ پاکستان افغانستان سره د پنځمې صوبې چلند کوي‌

خبریال ډاټ کام / د پاکستان د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو چرمېن سناتور مشاهد حسین واييچې د جنرال ضیا الحق له وخته دا پرېکړه شوې چې افغانستان د پآکستان (۵) ایالت دی او دپآکستان سرحد باید آمو سیند وي‌ .‌

نوموړی زیاتويچې د د صدر غلام احساق په وړانديد پآکستان بجټ یا بودیجه جوړېدله چې دافغانستان لپاره ځانګړې بودیجه هم موجوده وه چې د پنځمې صوبې نوم ورکول شوی وو.

مشاهد حسین زاتويچې :‌ « ما پخپله جنرال ضیا نه پوښتنه وکړه او هغه دا خبره راغبرګه کړه چې افغانستان د پآکستان پنځمه صوبه ده او زموږ سرحد یا بارډر باید له تاجکستان سره وي‌. »‌

نوموړی وايي چې تر دې وروسته د پآکستان د استخباراتيادارې (آی ایس آی) پخوانيمشر جنرال حمید ګل هم په ډاګه دا خبره کوله چې افغانستان باید د پاکستان د (۵) ایالت په څېر کنټرول شي‌.

د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو چارو د کمېټېر چرمین مشاهد حسین د جیو تلویزون په کپیټل ټاک پروګرام کې دا خبری وکړې .

نوموړی وايي چې له (۱۹۷۹) بیا تر (۱۹۸۹) کال پوري د سي آی آې له لوري افغانستان جګړې ته دوه پواینټه یو بیلیون ډالر پاکستان ته ورکول شول .

هم داراز ده مشاهد حسین په وینا چې دوه لکه عرب مجاهدین او ۲۰۰۰۰ شل زره رضا کاران پآکستان تربیه کړل او هغه وخت د امریکا په اندازه یو عشاریه ۲ پیلیونه ډالر سعوديعربستان هم پآکستان ته ورکړل .‌

که څه هم ښاغلی مشاهد حسین واييچې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او باید په خپلواک نظر ورته وکتل شي، خو ګڼ نور پاکستانيسیاستوال اوس هم په پرله پسې ډول د پاکستان پر تلویزونيچېنلونو په پرله پسې ډول دا خبره کويچې طالبان د پاکیستان پیاوړی قوت دی او په کار ديچې د اشرف غنينظام ړنګ او ځای یې طالبان ونیسي‌.

په پاکستان کې پر رسنیو هره ورځ ورته بحثونه وياو ډېری سیاستوال او پوځي پال خبریالان او ریټایرډ پوځي افسران دا وايي چې افغانستان ددوی پنځمه صوبه یا ایالت دی او چارې یې باید پاکستان ته وسپارل شي‌.

دا خبريوروسته له هغه په پاکستانيرسنیو کې زیاتيشوې چې امریکا او وسله والو طالبانو په دوحه کې د سوليتوافق نامه لاس لیک کړه او دواړه لوریو یو پر بل بریدونه ودرول .‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance