The news is by your side.

امریکا مېرمن ظریفې غفاري ته د زړورو ښځو جایزه ورکړه

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د فعالو ښځو په قطار کې سږ کال امریکا د میدان ښار تکړه او زړورې ښاروالې “ظریفې غفاري” ته د زړورو ښځو جایزه ورکړه.

افغان فعالې ښاروالې ظریفې غفاري ته په امریکا کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په شتون کې او د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ په لاسونو جایزه ورکړل شوه.

په دغو جوړیو شویو مراسمو کې د نړۍ یوولس نورو زړورو ښځو ته هم د امریکا له لوري جایزې ورکړل شوې چې پکې د ظریفي غفاري هڅې هم ستایل شوي دي.

په امریکا کې د ‘ظریفي غفاري” وروستۍ ټولې کړنې ستایل شوي دي او د هغې د زړورتیا له امله یې هغې ته د زړورو ښځو جایزه په خورا ویاړ سره وکړه.

ظریفه غفاري چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري د میدان ښار ښارواله ټاکل شوې ده، هغه د دندې ترلاسه کولو سره سم له سترو ګواښونه سره مخ شوه او له خپل دفتره هم د یوې ډلې له لوري ویستل شوې وه، خو هغې له مبارزې وروسته هرڅه بېرته سم کړل.

ظریفي غفاري د رامنځته شویو ستونزو په اړه د نړۍ ۱۱ زړرو ښځو او امریکایي چارواکو ته هم معلومات ورکړي او ویلي چې له سختو مبارزو وروسته په خپلې دندې پاتې شوې ده.

مېرمن غفاري دغې مراسمو ته د وینا پر مهال وویل”” د میدان ښار ښاروالې په توګه د دندې د پیلیدو سره سم له ګڼو ستونزو سره مخ شوم، خو ما له خپل حق دفاع وکړه او خوښه یم چې ولس هم له ماسره ودرید”

مېرمن ظریفه غفاري زیاتوي””کله چې ما د میدان ښار ښاروالې په توګه دنده پیل کړه، په ښاروالۍ کې دننه کسان چې په دندو بوخت و هیڅ یې زما واک نه مانه دوی پر دې فکر کې و چې زه به ولاړه شم، خو نه زما مبارزې رنګ راوړ او اوس مې ټول همکاران درناوی کوي.”

ظریفي غفاري د جایزه د ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل، چې هغې ته په افغانستان کې خورا ډیر د مرګ ګواښونه هم شوي دي، خو هغې لا خپل مزل نه دی پای ته رسولی بلکې لا پرمخ روانه ده.

د جایزو د ورکړې په مراسمو کې د زړورو ښځو په قطار کې یوولس نورې مېرمنې یوازې د بشر حقونو کمیسیونونو کار کوونکي او خبریالانې وې، خو یوازې له افغانستانه ظریفه غفاري ښارواله وه.

مېرمن ظریفه غفاري په افغانستان کې خورا لوړ شهرت لري هغه یوه زړوره ښځه ثابته شوې ده چې د میدان ښار ښارولې په توګه دنده کوي.

افعان حکومت هم د ظریفي غفاري هڅې ستایلی دي او له همدې امله یې ورته د ښاروالۍ مسوولیت سپارلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.