اصغر افغان: دوهم ځل لوبډلمشري راته یو چېلنج دی

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د ایرلینډ سره د سیالیو وړاندې نن په یوې مرکه وویل، چې هغه ته دوهم ځل کپټاني کول یو ستر چیلنج دی او قبول کړی هم دی.

د اصغر افغان یاده مرکه نن د کرکت بورډ پر فسبوک پانه باندې خپره شوې ده چې پکې، اصغر افغان د راتلونکو سیالیو په اړه څرګندونې وکړې، هغه وویل پخوایی چې لوبډلې ښې سیالۍ کولې اوس به هم کوښښ کوي چې له هغې هم ښې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

اصغر افغان وایی، داچې د کرکټ سیالیو لپاره د تمریناتو لپاره تر ټولو مهم خپلمنځي لوبې کول دي نو دوی هم دا ځل د کمپ بڼه تغیر کړې وه او په همدې ترتیب یې ډیری خپلمنځي لوبې وکړې او هم یې په هند کې له ځایي لوبډلو سره سیالۍ ترسره کړې.

اصغر افغان د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې د غوراوي کمېټې له لوري ټاکل شوي ۱۸ یاهم ۲۰ لوبغاړي چې کپټان او روزونکي ورسره هم نظره دي دوی به د روان کال په شل اوریزو سیالیو کې مسلسل ولوبیږي څو په راتلونکي کې د افغانستان یوه ښه شل اوریزه لوبډله جوړه شي.

لوبډلمشر اصغر افغان په دغې خپره شوې مرکه کې
وویل، چې په متحده عربي اماراتو او ګریټر نویډا کې د هغه په شمول ټولو لوبغاړو د توپ وهنې په برخه کې په خپلو نیمګړتیاوو باندې کار کړی دی څو ټول لوبغاړي په دغې برخه کې خپلو نیمګړتیاو ته د پای ټکی کيږدي.

اصغر افغان د ایرلینډ لوبډلې ته په اشارې سره وویل،چې د بشپړ غړیتوب لرونکو لسو/ دولس لوبډلو کې هیڅ داسې کمزورې لوبډله نشته د هغه پر وینا په شل اوریزو سیالیو کې داسې وړاندوینه نه شو کولی چې دا لوبډله کمزورې او یاهم قوي ده، بلکې لوبې ته به ګورو.

اصغر افغان د لوبډلې سره د مل روزونکو په اړه هم وویل چې د نوروز منګل نیولي، لانس کلوزنز او اکرمن ټولو روزونکو ورسره خپلې تجربې شریکې کړي دي او غواړي چې د دوی له تجربو هم ګټه واخلي.

اصغر افغان د ایرلینډ سره د سیالیو په اړه وویل، چې دوی دلته په ګریټر نویډا کې د اب، هوا او ویشتنځای سره په بشپړه توګه بلد دي او کولی شي چې لوبډله په زړه پورې سیالۍ ترسره کړي.

د افغان پر وینا د ایرلینډ سره د سیالیو کولو هدف یې راتلونکي نړیوال جام او اسیا جام ته تیاری نیول دي، څو په دې ترتیب یوه ښه لوبډله جوړه کړي او په یو ښه پلان خپل سفرونه ترتیب کړي.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په داسې حال کې یاده مرکه ترسره کړې چې سبا د مارچ پر شپږمه نېته د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ درې شل اوریزې سیالۍ پیلږي او تر لسمې نېټې به دوام وکړي.

د یادولو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ مسوولین څو ورځې وړاندې هلته په هند کې د ګریټر نویډا لوبغالي د اجازت نه اخیستلو له امله له یوې سترې ستونزې سره مخ شوي وو چې وروسته له ډیرو هڅو او کوښښونو هغه ستونره حل شوې ده، خو معلومات یې اړه پټ ساتل شوي دي.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy