The news is by your side.

صدیقي: ولسمشر غني له خلیلزاد سره لیدنه نه ده رد کړې

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي څو شېبې وړاندې په یوه ټویټ پیغام کې هغه راپورونه رد کړ چې ګواکې ولسمشر غني له زلمي خلیلزاد سره لیده کاته رد کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ پیغام کې د طلوع نیوز د خبر لینک خپور کړی او د پاسه یې پرې لیکلي دي چې د ولسمشر غني او خلیلزاد په اړه دا ډول راپورونه هیڅ حقیقت نه لري.

صدیق صدیقي په خپلې ټویټر پاڼې یوازې لیکلي دي دا خبره حقیقت نه لري”

د صدیقي له دغې ټویټ ښکاري چې افعان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا له استازي سره لیده کاته نه دي رد کړي.

صدیق صدیقي وروسته له هغې د ارګ دریځ روښانه کړ کله چې “والسټریټ ژورنال” د افغان حکومت د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې ویلي و، چې ګواکې ولسمشر غني له زلمي خلیلزاد سره لیده کاته رد کړي دي.

زلمی خلیزاد پرون له قطر څخه کابل ته راغلی دی چې د راتګ سره سم یې د افغان چارواکو سره د سولې په پروسې او د ټاکنو لانجو او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې کړي دي.

زلمي خلیلزاد پرون د اجرئیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم د امریکا سره د سولې په شوپ تړون خبرې کړي.

زلمي خلیلزاد کابل ته د راتګ وړاندې وړمه ورځ هم د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو د مشر ملا برادر او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ټیلیفوني خبرو زمینه برابره کړې وه چې پکې دواړو لوریو ۳۵ دقیقې خبرې وکړې.

زلمي خلیلزاد تېره شپه هم په خپلې ټویټر پاڼې په پرله پسې ټویټونو کې وویل، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې هوکړه له خطر سره مخ کوي چې باید ژر کم شي.

خلیلزاد وایي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ به د سولې هوکړه لیک په افغانستان کې پراخې سولې ته لار هواره کړي او روانه د کلونو راهیسې جګړه به پای ته ورسیږي.

د خلیلزاد پر وینا افغان سولې ته د رسېدو پر موخه باید د بندیانو په مسعله خبرې وشي او هم مهاله تاوتریخوالی شخړې کمې شي څو سولې ته لار پرانیستل شي.

خلیلزاد وایی، دوی د دواړو لوري څخه ملاتړ کوي چې د پام وړ بندیان ازاد کړي، څو د بین الافغانی مذاکراتو پر وړاندې خنډونه جوړ نه شي.

خو بل لورته افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د طالب مشرانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک وروسته وویل، حکومت نه شي کولی چې په دې اساس وخت کې د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان له بند ازاد کړي.

هغه وایی، ممکن دغه طالب بندیان بیا د جګړو میدان ته ولاړ شي او د سولې بروسه له خنډ سره مخ کړي.

د یادولو ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک پر مهال طالبانو اعلان وکړ چې بین الافغاني مذاکرات به د مارچ پر لسمه نېته پیل شي، خو اوس د بندیانو د نه خوشې کېدلو له امله ښایي دغه مذاکرات وځنډول شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.