The news is by your side.

ټرمپ: اوونۍ ووتې د کرونا له ویرې مې په خپل مخ لاس نه دی وهلی

خبریال ډاټ کام: په نړۍ کې د کرونا ویروس ورځ تر بلې په پراخېدو دی د ډیر شمېر خلکو ترڅنک پرې د یو شمېر هېوادونو چارواکي هم اخته شوي دي چې له همدې امله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي دي، چې د کرونا له ویري ډیرې اوونۍ ووتې خو په خپل مخ او ځان یې لاس نه دی وهلی .

د پولټیکو مجلې د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د خپلې کابینې هغې غونډې ته وکړې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د تدابیرو نیولو پر موخه رابلل شوې وه.

ویل کیږي کله چې روغتیایي چارواکو د کرونا ویروس د مخنیوي پر موخه د لاس وینځلو په ارزښت خبرې وکړې، نو په دې وخت کې ټرمپ د روغتیاپالانو یاده خبره پرې کړه او وې ویل، چې د کرونا ویروس له ویري ډیر وخت کېږي خپل بدن نه دی لمس کړی.

هغه روغتیایي چارواکو ته په خطاب کې وویل، داچې زه د کرونا ویروس په ویره کې یم همدا ډول به ټول ولس هم په ویره کې وي، نو باید جدي تدابیر ورته ونیول شي.

د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس په دې وژونکې ناروغۍ په امریکا کې د ۱۵۰ څخه پورته کسان اخته شوي دي او یوولس کسانو نور بیا وژل شوي دي.

نن د امریکا د کلیفورنیا په ایالت کې هم یو کس د کرونا ویروس له امله مړ شوی دی چې له همدې امله په دغې ایالت کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د چین په ووهان ښار کې رامنځته شو چې له هغې ځایه د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته ورسېد چې له همدې امله یې خلک خواشیني کړي دي.

د کرونا ویروس له امله د ۳ زرو ډیر کسان د نړۍ پر بیلابیو هېوادونو کې مړه شوي دي او له ۹۰ زرو څخه پورته کسان پرې بیا اخته شوي دي.

د کرونا له ویري په ګڼ شمېر هېوادونو کې ښوونځي، پوهنتونونه او نور د کار ځایونه تړل شوي دي څو له دغې وژونکي ناروغۍ څخه خلک په امن کې اوسي.

د دې ویروس د رامنځته کېدلو سره سم د چین په شمول ګڼ شمېر هېوادونو تاوانونه وکړل او هم یې له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري او تګ راتک بند کړ.

دکرونا ویروس ایران ته هم ډیر په شدت سر را ورسېد چې د رارسېدو سره سم یې شاوخوا ۸۰ کسان مړه کړي او تر ۲۵۰۰ کسانو پورې پرې اخته شوي دي.

ایران ته د دې ویروس د راتګ سره سم د افغانستان هرات ولایت ته هم را انتقال شوی دی چې په دغې ولایت کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د یادولو ده چې دا مهال په ټوله نړۍ کې د دې ویروس له امله د روغتیا نړیوال سازمان بیړنی حالت اعلان کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.