The news is by your side.

پېښور: د ښځو او نارینه وو د برابري یوبل ګام واخیست

خبریال ډاټ کام / د ښځو او نارینه وو د برابري‌پر بنیاد پوره شل کاله وروسته په پېښور کې هغه مسجد د ښځو د عبادت په وړاندي پرانیستل شو چې د طالبانو د واکمني‌ پر مهال بند شوی وو.
په پېښه ور کې دیني‌عالمان وايي چې اوس ښځې کولای شي چې په سنهري مسجد کې خپل عبادت وکړي‌.
يوه ديني عالم مولانا محمد اسماعيل ویلي‌ چې ښځو ته په مسجد کې د عبادت کولو اجازت شته دی ،خو ځینو نورو دا ګام نا سم بللی دی .

مولانا اسماعيل وويل چې سنهري مسجد د پېښور د دوو تاريخي او سترو جوماتونو څخه يو دی او په ۲۰۰۰م کال کې یې د ښځو پر مخ خپلې دروازې وتړلې.

دا مسجد په داسي ‌حال کې پرانیستل کېږي‌چې په فرانسه کې یوې مسلمانې ښخي امامت پیل کړې او د جمعې خطبه یې وویله .
دفرانسې په پلازمېنه پاریس کې یوې ځوانې امامي‌د جمعې د لمانځه امامت وکړ .‌داسي ‌یو لمونځ چې ډېره برخه لمونځ‌ کوونکي یې ځوانان وو.دې لمانځه ته نجونې او هلکوان په ګډه ورغلي‌ وو.
امامې کاهنه بهلول په اروپا کې په لمړي‌ ځل دې کار ته غاړه ایښې ده ،خو تر دې وړاندي ‌په امریکا کې هم یوې ښخي د جمعې د لمانځه امامت کړی وو.

هغه امامه آمنه ودود نومېده او په (۲۰۲۵) کال مارچ میاشت کې په نیویارک ښار کې د جمعې خطبه وویلې وه او لمونځ‌ یې کړی وو.
د آمنه ودود او امامې کاهنه بهلول ترمنځ توپیر دادی چې امامه بهلول ځوانه ده او هڅه کوي چې د ښځو او سړو یو ګډ جومات جوړ کړي او ځوانان وهڅوي ‌چې د خدای پاک عبادت ته راشي .
امامه بهلول وايي‌ چې ځوانو مسلمانانو کې داسي انګېزه خوره شوې چې ګواکې عبادت د سړو او هغه هم د سپین .ېرو کار دی ،چې ددې په آند دا ناسم دود دی او باید مات شي .

کاهنه بهلول الجزایرۍ فرانسوۍ ده چې د خپل جومات جوړولو ته چاندې کوي .
هغې ویلي‌ دي چې یو داسي ‌جومات باید ولرو چې لڅ‌ سرې او با حجابه ښځي یوځای لمونځ پکښې وکړي‌.
د هغې په وینا چې اسلام د محبت دین دی او دا چاره به د ټولنې ترمنځ د نېژدې کت یوه ښه او مثبته هڅه وي .
اوس په پېښور کې د ښځو لپآره جومات پرانستل کېدل په دې معنا بلل کېږي چې په پاکستا

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.