The news is by your side.

د مکې جومات او په مدینه کې د مسجد نبوي د تړلو اعلان

خبریال ډاټ کام / د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د مکې جومات او په مدینه کې د مسجد نبوي د تړلو اعلان وکړ.د سعودي حکومت وايي چې دواړه مسجدونه به د ماخوستن له لمانځه وروسته تر سهاره تړل شوي وي .

چارواکي وايي دواړه جوماتونه به د سهار تر لمانځه یو ساعت مخکې پرانستل کېږي‌ .وروستي راپورونه وايي چې د کورونا ویروس په پایله کې د عمرې زیارت کونکي لوړو ځایونو ته کډه شوي دي.

په مکه شریفه کې د حرم په انګړ کې زیارت کول هم درول شوي ،خو په لوړو غرفو کې دوام لري . دا له ۱۹۷۹ را وروسته لمړی ځل دی چې پر عبادت کونکو د حکومت له لوري رسمي بندیز لګېږي .

کرونا وایرس چې اوس د نړۍ تر (۵۰) زیاتو هیوادونو کې خپور شوی ، تر ډېره یې قربانیان د چین وګړي‌ دي‌؛ البته تر چین را وروسته په سویلي کوریا ، ایران او ایټالیا کې کرونا وایرس زرګونه کسان نیولي‌ دي .

سعودي عربستان پر نویو عمره کونکو بندیز لګولی دی ؛ د نړۍ له بیلا بیلو هوادونو د عمرې زیارت کونکو خپل ټکټونه کنسل کړي او اوس انتظار کوي چې کله به د کرونا وایرس وېره ختمه شي او دوی به بیا زیارت وکړي .

د ملگرو ملتونو د زده کړو، علمي او فرهنگي سازمان (یونسکو) ویلي دي چې د نړۍ په لسگونو هیوادونو کې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه شاگردان د پنجشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ١٥) د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر ښوونځیو او پوهنتونونو ته ندي تللي.

د یونسکو عمومي رئیس آدرې آزولي، ویلي چې ایټالیا خپل ټول ښوونځي او پوهنتونونه د مارچ تر ١٥ پورې تړلي دي. د کروناویروس له بل هر اروپایي هیواد څخه پر ایټالیا زیات اغیز کړی دی.

د یونسکو مقاماتو په وینا نهه نورو هیوادونو په مشخصو ځایونو کې په موقتي توگه ښوونځي تړلي دي او که پدغو هیوادونو کې په عمومي توگه ښوونځي وتړل شي، په مجموعي توگه به ١٨٠ میلیون نور زده کوونکي هم ښوونځیو ته له تللو پاته شي.

د کرونا وایرس له کبله اوس د نړۍ د ګڼو نورو هیوادونو سره سره په بریتانیا کې هم ډېری وګړو د موادو په زخیره کولو لاس پوري‌کړی دی . تر ډېره بریده په بریتانیا کې په لویو مغازو او دکانونو کې د لاسونو د مینځلو صابونونه ، ماسکونه یا تمبوزک نه موندل کېږي .

خلک وايي چې ښايي کرونا وایرس د یوې نړۍ والي وبا بڼه خپله کړي‌او تر ډېره خلک له منځه یوسي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.