عبدالله: ولسمشر غني دې د لوړې مراسم وځنډوي

خبریال ډاټ کام: په افغان ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني وروسته مخکښ نوماند عبدالله عبدالله وایي چې د ولسمشر غني په څېر هغه هم د لوړې مراسمو ته تیاری نیولی دی، خو که چیرې د حل لار موندل غواړي، نو غني دې د لوړې مراسم وځنډوي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس او د ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله تېره شپه د طلوع نیوز ټلویزیون سره په یوې مرکه کې د ټاکنو په وروسیتو لانجو او نانندریو باندې تفصیلي خبرې وکړې.

عبدالله عبدالله په دغې مرکه کې وویل، چې هغه لاهم هیله من دی چې په ټاکنو کې رامنځته شوی کړکیچ به له ولسمشر غني سره حل کړي، نوموړي دغه راز د ولسمشر غني سره د ګډ کار کولو امکان هم رد نه کړ.

عبداالله وویل،چې د ټاکنیز بحران دواړه خواوې هغه او اشرف غني دې له تبیر او حکمته کار واخلي او راتلونکي ته دې فکر وکړي څو له یو څه تیر شي.

عبدالله عبدالله وویل،که چېرې ټاکنیزې ستونزې حل کړی شي نو دی هم تیار دی چې په عادلانه ډول یې پر منځ کې پرېکړه وشي، خو غلا فساد او درغلي نه مني.

عبدالله عبداالله د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د تړون په اړه وویل چې د سولې لپاره یو ښه ګام دی، خو د زندانیانو د خوشې کولو لپاره باید داسې ګام واخیستل شي چې هیله بخښونکی وي.

د عبدالله عبدالله پر وینا که چېرې طالب زندانیان خوشې کېږي باید د سولې د یوه تړون په یوې اډانه کې خوشې شي او ډاډ باید ترلاسه شي چې دغه زندانیان به بیا د جګړې ډګر ته نه ځي.

عبدالله عبدالله وروسته له هغې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو کړکیچونو په اړه بحثونه وکړل چې هغه لا له وړاندې د ولسمشر غني بریا رد کړې وه او ویلي و چې نوموړي افغان ټاکنې ګټلي دي.

عبدالله عبدالله وایي، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې هغه د پاکو رایو په ترلاسه کولو سره بریالی دی، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولسمشر غني بریالی اعلان کړی دی.

عبدالله څو ورځې وړاندې د لوړې مراسمو پرځای کولو اعلان هم کړی دی او هم مهاله یې د همه شموله حکومت جوړولو خبر وکړ هغه وویل، که چېرې حالت همدا ډول روان وي نو دی به هم د لوړې مراسم وکړی.

په ورته مهال بیا ولسمشر غني د بیا ځلي بریا ترلاسه کولو له امله اعلان کړی دی چې راتلونکې دوشنبه به د خپلې بریا وروسته د لوړې مراسم وکړي.

ارګ خبر ورکړی دی چې دغې مراسمو ته د بهرنیو هېوادونو یو شمېر چارواکي هم راغوښتل شوي دي.

د عبدالله عبدالله له غوښتنې وروسته ولسمشر غني د لوړې مراسمو د ځنډولو په اړه لا څه نه دي ویلي.

ولسمشر محمد اشرف غني په ټاکنو کې له بریا وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه د ولسمشرۍ باور لیک هم ترلاسه کړی دی او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان ولسمشر اعلان شوی دی.

د یادولو ده چې ولسمشر غني د بریا د ترلاسه کولو سره سم د یو شمېر بهرنیو هېوادونو څخه د مبارکۍ پیغامونه هم ترلاسه کړي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More