The news is by your side.

د حج نامعلوم برخلیک او اندېښنې

 

خبریال وېب پاڼه/په داسې حال کې چې روژه په ختمېدو ده، اندونیزیا له سعودي عربستان څخه غوښتي چې د حج کولو په هکله پرېکړه نهایي کړي.

د کرونا وبا په راتګ سره د سعودي حکومت د عمرې او حج کولو چارې هم وځنډولې، اوس تازه اندونیزیا پر سعودي عربستان غږ کړی چې د سږني حج کولو په هکله باید ژر خپله پرېکړه اعلان کړي.

حج کول د اسلام له پینځو بناو څخه شمېرل کېږي چې په عمر کې په هر عاقل، مسلمان او هغه چا چې حج ته د تک او راتګ وس ولري، یو ځل فرض دی. هر کال سعودي عربستان ته د کعبې شریفې زیارت او نورو اسلامي ارکانو د ځای پر ځای کولو او اداینې لپاره په ملیونونو مسلمانان ځي. د شمېرو له مخې تېر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د حج لپاره سعودي عربستان ته څه د پاسه ۲،۵ ملیونه مسلمانان تللي وو.

سعودي د حج له مراسمو او دغه هېواد ته د ورتلونکو مسلمانو څخه په ملیاردونو ګټه ترلاسه کوي خو سږ کال دغه عایداتي سرچینه د کرونا وبا له امله ورباندې درېدلې ده.

د اندونیزیا د مذهبي برخې وزارت په خپل وروستي بیان کې سعودي څخه غوښتي چې د روژې له پای ته رسېدو وړاندې باید د سږني حج کولو او یا نه کولو په هکله د نړۍ مسلمانانو ته خبر ورکړل شي. که څه هم په ښکاره د دغې پرېکړې د غوښتنې په اړه څه نه دي ویل شوي خو څه د پاسه دوې میاشتې د حج مراسمو ته پاتې دي. په دې موده کې ډېری هېوادونه د خپلو حاجیانو لپاره په سعودي کې د اوسېدو او دغه راز د دوی د تګ لپاره چمتووالی نیسي.

اندونیزیا د اسلامي نړۍ په کچه د مسلمانانو تر ټولو لوی جمیعت جوړوي چې هر کال تر دوه لکه او ۳۱ زره زیات وګړي د سعودي عربستان د سهیمې له مخې حج ته لېږي. دا شمېر د نورو اسلامي هېوادونو په پرتله تر ټولو لوی هغه دی.

شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د سعودي حکومت د عمرې کولو چارې تر نامعلوم وخت پورې وځنډولې. تر اوسه هم د سعودي لخوا د سږني حج په هکله څه ویل شوي نه دي.اوس مهال هم سعودي کې زرګونه کسان په کرونا وبا اخته شوي دي او سلګونه نور یې وژلي هم دي.

د سعودي حکومت په همدې خاطر چې د حج او عمرې په مراسمو کې کومه بشري فاجعه را منځته نه شي، د دغې دیني فریضې د ځنډولو سربېره په حرم شریف کې د کرونا پر وړاندې مبارزې ته ځینې لومړني اقدامات هم ترسره کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.