حیدري؛ د اختر په ورځو کې کرنتین نور هم جدي کېږي
خبریال وېب پاڼه/د کابل ولایت والي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د کوچني اختر په ورځو کې به په کابل ښار کې کرنتین نور هم جدي کېږي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري وایي چې له کرونا سره د مبارزې په خاطر به د کابل اختریز کرنتین نور هم جدي کېږي او خلک به ګڼې ګوڼې جوړولو او تفریحي ځایونو ته د تګ راتګ لپاره نه پرېښودل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له څه د پاسه دوه میاشتني کرنتین وروسته حکومت او روغتیایي بنسټونه اندېښنه لري چې د اختر په ورځو کې به خلک کرنتین مات کړي او په ګڼو ګوڼو کې به د کرونا ویروس نور هم خپور شي.
اختر په ټوله اسلامي نړۍ کې په خپلو ځانګړو دودونو نمانځل کېږي او په افغانستان کې خلک د یو او بل کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره ورځي او د خوښۍ جشنونه جوړوي. له څه مدې را هیسې د عامې روغتیا وزارت او اړوند روغتیایي بنسټونه هڅه کوي خلک په دې پوه کړي چې د اختر په ورځو کې له ګڼې ګوڼې او د یو بل کورونو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي تر څو د کرنا وبا مخنیوی وشي.
په اختر کې د کرنتین د جدي کېدو موضوع وروسته له هغه را برسېرنه کېږي چې په وروستیو دوو اونیو کې په ټول هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې او قربانۍ په صعودي ډول روانې دي او دې چارې حکومت او روغتیایي بنسټونه سخت اندېښمن کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت او یو شمېر روغتیایي بنسټونه وایي چې افغانان کرنتین ته جدي پاملرنه نه کوي او همدا د دې لامل شوی چې د مثبتو پېښو ګراف په کم سارې توګه لوړ شي. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه ۵۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په همدې موده کې شپږ کسان د کرونا له امله مړه شوي او ۸ نور ورڅخه بېرته رغېدلي هم دي.
په ټوله کې د هېواد په کچه د کرونا وبا مثبتې پېښې ۸۶۷۶ ته لوړې شوې دي چې له ډلې یې ۱۹۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دغې ناروغۍ څخه په مجموعي توګه ۹۳۸ کسان بېرته جوړ شوي هم دي.
د کابل والي وایي چې د اختر په ورځو کې هېڅوک حق نه لري چې د تفریح او ساتېریو ځایونو ته لاړ شي او له اړتیا پرته په ښار کې تګ راتګ باندې هم محدودیت لګول شوی دی.
تر دې وړاندې هم د کابل والي او د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د ورته اقداماتو خبرې کړې وې خو په سم ډول مراعات نه شوې او له همدې امله د کرونا مثبتې پېښې په کم سارې توګه لوړې شوې.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.