The news is by your side.

د امریکا یو میلیارد ډالر مرسته لا تراوسه پر خپل ځای ده

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان سره د امریکا یو میلیارد ډالري مرستو نه پرې کېدل!

پنتاګون تر اوسه پر افغانستان د یو میلیارد ډالر مرستې د پرې کېدو په اړه امر نه دی ترلاسه کړی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر له لوري د افغانستان سره یو میلیارد ډالري مرستې پرې کېدو خبرداري سره تر اوسه هم دا مرستې پرې شوي نه دي.

رویټرز د ځینې امریکايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې پنټاګون تر اوسه د دې مرستو د پرې کیدو امر نه دی ترلاسه کړی.

ځینې سرچینو ویلي دي چې د افغانستان سره د امریکا په سږنیو مرستو کې به هېڅ کموالی ترسره نه شي.

نږدې درې میاشتې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ د پای ته رسېدو هڅو د ناکامېدو سره د ګواښ په توګه وویل چې امریکا له افغانستان سره خپلې یو میلیارد ډالري مرستې پرې کوي، په داسې حال کې چې نوموړي کابل ته د سفر په ترڅ کې له غني او عبدالله سره لیدنه کړې وه خو له افغانستان څخه بېرته نا هیلی ستون شوی وو.

امریکا ټینګار درلود چې غني او عبدالله دې خپلې سیاسي ستونزې ژر حل کړي، ټول ګډونه حکومت دې رامنځته کړي او عبدالله دې هم په واک کې شریک شي. خو د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو له ځنډ سره امریکا پر افغانستان د یو میلیارد ډالر مرستو د بندولو ګواښ وکړ، ممکن له دې وروسته چې یو ټول ګډونه حکومت رامنځته شوی د امریکا یو میلیارد ډالري مرسته ونه دریږي.

د امریکا او نورو هېوادونو د بیا بیا غوښتنو سره ولسمشر غني اړ شو، چې له عبدالله سره په واک کې تعامل وکړي، چې څو ورځې وړاندې یې هوکړه هم لاسلیک کړه.

د واک پر سر د سیاسي کړکېچ د پای ته رسېدو او هوکړې لاسلیک کېدو نه نړیوالو ټولنو او سیمه اییزو هېوادونو هرکلی وکړ.

په هېواد دننه بیا یو شمېر سیاسي شننونکي او د نظر خاوندان د غني او عبدالله تر منځ د واک وېش او هوکړې لاسلیک د هېواد لپاره یو نوی بحران بولي.

یو شمېر افغانان وایي، دا چې له ټاکنو وروسته یو ځل بیا جمهوریت وېشل کېده، د ټاکنو ترسره کول، بودجه لګول او د هېواد په سختو امنیتي شرایطو کې د ولس د مشر او کشر له لوري رایه ورکول، بې معنا شوه.

د ځینو سروې ګانو له مخې چې په خواله رسنیو کې ترسره شوي، ٦٠ سلنه خلک په ټاکنو کې د رایو له کارولو پښېمانه شوي، ممکن اوسنی وضعیت او دویم ّل د واک وېشل به راتلونکي کې ډېر افغانان له رایو ورکولو را وګرځوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.