The news is by your side.

پاکستان باید د طالب له ملاتړ لاس اخیستلو ته اړ شي

خبریال وېب پاڼه/د واشنګټن ایکزماینز په نوم یوې یوې غربي رسنۍ یوه مقاله کې د افغان کشالې ښکېلو اړخونو باندې غږ کړی چې د طالبانو له ملاتړه باید د پاکستان لاسونه ور لنډ شي.

واشنګټن اکزماینز په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي چې په افغانستان کې دایمي سولې ته د رسېدو په موخه دې د وسله والو طالبانو له ملاتړه د پاکستان لاسونه ور لنډ شي.

دغه نشریه په خپله مقاله کې لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لویه کمزوري دا ده چې په لبنان کې د حزب الله له ډلې څخه په ملاتړ ایران تورنوي خو په افغانستان کې د تر ټولو اوږدې جګړې له امله پاکتسان چې د وسله والو طالبانو د ملاتړ اصلي لوبغاړی دی، پر وړاندې یې جدي اقدام نه کوي او دوی نه اړ باسي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

پاکستان په سیمه کې د افغانستان تر ټولو سرسخته دوښمن هېواد بلل کېږي چې ډېری وخت د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهلو سربېره په ټولو ترهګریزو فعالیتونو کې ورته د ملامتیا ګوته نیول کېږي. دوی له طالبانو سربېره ګڼ شمېر نورې ترهګرې ډلې حمایت کوي او دوی په افغانستان کې د ګڼ شمېر بدمرغیو لپاره روزي.

ایکزماینز په خپله اوږده مقاله کې زیاتوي چې پاکستان په ډېره سپین سترګۍ ځان د ترهګرو قرباني بولي خو په اصل کې د ترهګرو اصلي تولیدوونکی هېواد دی چې ټوله منځنۍ آسیا یې نارامه کړې ده.

د واشنګټن اکزماینز په نوم دغه غربي نشریه وایي چې پاکستان یوازې د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې جګړه ییز اقدام کوي چې د دوی پر وړاندې یې د خپلواکۍ په اصل وسله را اخیستې وي. که څه هم دغې نشریې په ښکاره یادونه نه ده کړې خو موخه یې بلوڅان او د پاکستان ضد طالبان دي چې دغه حکومت فاسد او د غرب د ګټو لاس پوڅی بولي.

وړاندې په مقاله کې دا هم راځي چې د پاکستان څارګره اداره د ترهګرو طالبانو له ټولو فعالیتونو خبره ده او د دوی په ټولو بریدونو کې لاس لري. دغه راز د دوی د مشرانو او قومندانانو ټول پټنځایونه ورته مالوم دي او بیا یې هم ملاتړ کوي.

دغه نشریه زیاتوي چې د پاکستان له ملاتړ سربېره په ګاونډ هېواد کې ترهګري یوه میاشت هم دوام نه شي کولی او په ډېره آسانۍ له منځه وړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سولې لپاره د افغان کشالې د ښکېلو لوریو هڅې یو خل بیا ګړنۍ شوې دي او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم تېره ورځ له افغان مشرانو سره کتلي دي. نوموړي زیاته کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره دې چمتووالی ګړندی شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.