The news is by your side.

واشنګټن ټایمز؛ په افغانستان کې تر کرونا د جګړې محدودول اړین دي

خبریال وېب پاڼه/یوې غربي ورځپاڼې په یوه مقاله کې را اخیستي چې په افغانستان کې د کرونا پر وړاندې تر مبارزې د جګړې پر وړاندې اقدامات اړین دي.

واشنګټن ټایمز وایي د کرونا وبا له پیله تر دې مهاله په افغانستان کې تر کرونا جګړې زیات افغانان وژلي او د ګڼ شمېر نورو ژوند یې ګواښلی دی. په مقاله کې پر ښکېلو اړخونو غږ شوی دی چې د کرونا پر ځای دې د جګړې د محدودیت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

دغه غربي ورځپاڼه وروسته له هغه دا خبره کوي چې په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې تر ۷۰ اوړ او څه کم ۲۰۰ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي. په داسې حال کې چې د جګړې له امله په افغانستان کې د ملکي او نظامي برخې تلفات زرګونو کسانو ته رسېږي.

یوازې تېره اونۍ په ټول هېواد کې څه د پاسه سل کسان شهیدان او د دې څو برابره نور ټپیان شول چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي حالت هم نازک ښودل شوی ؤ.

افغنستان تازه د سیاسي بحران له ستونزو ووت او د تېر ملي یووالي حکومت دوو مشرانو یو ځل بیا ائتلاف وکړ او حکومتۍ کرسۍ یې سره ووېشلې، چې له مخې یې ډاکتر عبدالله عبدالله ته د مصالحې حالي شورا له ریاست سربېره په کابینه کې هم نیمه برخه ورکړل شوه تر څو د خپل کمپاین غړي پکې ځای پر ځای کړي.

واشنګټن ټایمز زیاتوي چې د روانې خونړۍ جګړې د درولو لپاره نور باید ټول ښکېل اړخونه سره همغږي شي او په ګډه د دغې اوږدې کشالې حل ته را ودانګي.

وسله والو طالبانو له امریکا سره د سولې له لومړي تړون را وروسته د افغان ځواکونو او ملکیانو پر وړاندې خپل بریدونه په کم سارې توګه زیات کړي دي او په ټول هېواد کې یې ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم د افغان حکومت په ګډون نړیوالې ټولنې او ناټو په وار وار په دغې اورپکې ډلې د تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی دی خو په هر ځل باندې یې د رد ځواب ویلی دی او دا یې د افغان حکومت لپاره ګټه بللې ده.

د دغې غربی سرچینې په حواله د سولې له تړون را وروسته د تاوتریخوالي کچه د دې پر ځای چې کمه شي، لوړه شوې ده. د مقالې د لیکوال په نظر ترهګر طالبان له کلونو را هیسې په افغانستان کې د خپل خوښي حکومت د جوړولو په هڅه کې دي چې تر دې دمه توانېدلي نه دي خو ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.