فیض ځلاند نظرمطمئن او نورو ته مشوره!

خبریال وېبپاڼهله يوي خوا روژه له بلي خوا به هیواد کې زیاتیدونکې کرونا؛او له کرونا سره ښه په درب  بيکاري اوجنګونه ؛ نو په دې حال کې  به ضرور سړی کرۍ شپه او ورځ په سوچونو کې غرق او فرق وي.

ځینې پېښې بیا سړی لا خپه کړي او دغه راز ناخوالو کې د جګړه ښکېلو غاړو ځان چاري او له خدای نه نه ډار سړی لا وځوروي.

. هغه بله ورځ په پیښور کې د طالبانو يوه  مخور کس او د پیښور شورا غړی او یو دیني عالم چې د طالب غورځنګ له انحصار طلبۍ او له آیی ایس آیی سره د دی غورځنک د اړیکو له امله ډیر په غوسه و ؛ قصه راته کوله چې د طالبانو په ټولو اداري تشکېلاتو کې يواځي د قطرپه سياسي دفتر کې د دغه دفتر د پخوانيو رئیسانو طیب اغا اوعباس ستانګزي له لوري څو داسي کسان ګمارل شوي وو چې د دکتورا او ماسټرۍ په سطحه زدکړې يي لرلې او له څوکالو راپه دې خوا یې طالب غورځنک ته ډیر خدمتونه کړي ؛ کله چې ملابرادر د سیاسي دفتر دمشر په توګه وټاکل شو هغه وخت یې لوړه وکړه چې هغه کسان به له دفتر وشړي چې عصری زدکړي یې کړي وي ؛ ملابرادر په جار ویلي هر هغه څوک چې دحجرې ځیره یې نه وي خوړلې هغوی د طالبانو تحریک ته هیڅ کله وفادار نشي پاتې کیدلای او نه هم موږ ورسره چلېدلای شو ؛ ملابرادر خپله پریکړه د روژې  مخکې عملي کړه او دسیاسي دفتر هغه غړي چې عصري زدکړی یې کړې وې او څونور هغه کسان چې د پاکستان ضد دریځ یې درلود له سیاسي دفتره وشړل ؛ که څه هم دغه کسان له روژي مخکې له سیاسي دفتر شړل شوي خوتر اوسه لا په قطرکې بي سرنوشته پراته دي.

دپیښور شورا دغه کس راته وویل چې اوس دغه منفک شوي کسان په دووکې حیران دي چې څه وکړي او کومې خواته ولاړشي؟  که افغانستان ته ځي هلته به  د تسلیم شويو په نامه بیرته د طالبانو له لخوا هدف ګرځي او یو یو به وژل کیږي او یا به د طالب په نوم د دولت لخوا په نښه کیږي ؛ که پاکستان ته ځي هلته د آی اېس ای کرنلانو سرله اوسه لا چړي ورته تېرې کړي؛ تر څو داسي درس ورکړي چې په راتلونکې کښي هیڅ طالب د پاکستان د ګټو په خلاف حرکت ونکړي.

د دې خبرې په اورېدو مې دا باور پوخ شو چې طالب هغه پنځه ویشت کاله مخته  ځان غوښتونکې طالب دی؛ نه ولاکه ټول شموله حکومت ووینۍ او نه هم له مخالفینو سره جوړ جاړی نه عصري زدکړي او نه دښځو کار او تعلیم .

فیض ځلاند ؛ نظرمطمئن او شاهین ته هم دامشوره ورکوم چې بی ګټی خپل کومي مه شنه کوئ؛ طالبانو ته  د مدرسې له طالبه سوا ټول ولس  پردی ښکاري او ځپل نزدي ملګري نشي زغملاي چې په کلونو ئی چوپړ ورته وهلي سختي ورځی یې ورسره تیري کړي  نو چېرته تاسو کابل میشتي ږیرخریلی ؟

خدای شته تل په دي فکر کې يم چې اخر به په دغه ولس څه کېږي تر کومه به وژل کېږي ټکول کېږي اورټل کېږي ؟

تر کومه به دا هيواد د پردیو او ګاونډیانو د مسابقي ډګر وي؛ تر کومه به دا هيواد د دين او ارتداد په کشمکش کی ويجاړيږي؛ سوځول کېږي او ترکومه به دغه ولس د بمونو؛ ماينونو او راکټونو په اورونو کې وريت کېږي؛ څلور لسیزي کیږي  چې په دغه بد مرغه وطن کې د اسلام او کفر په نوم جنګونه دي اور دی لمبي دي انسانان دي پکښي سوځي ؛ بس په یوه اوبل نوم  وژل کیږي ؛ ملامت او سلامت نه پکښي معلومیږي؛ تر پرونه  دمجاهد او کمونیست په نوم جنګ د یو نیم میلیون افغانانو ککرۍ وخوړي؛ نن هغه کمونستان او مجاهدین یوځای سره ناست دي نه کفرشته نه اسلام ؛ بس پرډالرواو چوکۍ کشمکش دي دواړه ئی د غرب له کاسي خوري نور خیر اوخیریت دی ؛ که رښتیا سره ووایو په دي وطن کې هري ډلي اوټپلي په خپلو شعاروښی ملنډي ووهلې ؛  هیڅوک د دي خوار ولس د درد او مرض  دوا نشول؛ نه چا رحم ورباندي وکړ اونه یې پر سر لاس ور تير کړل؛ چې بس نور بيغمه شه آرام شه که ډوډئ نه شم در کولای  په نس دي نشم مړولای ؛علاج دي نشم کولای ؛ دکار زمينه نشم درته برابرولای خو له دي ورسته ډاډ درکوم چې نه دي خپله وژنم او نه  هم بل چاته اجازه ورکوم چې نوري ستا پاکې ویني توۍ کړي؛هري خواته چې سوچ وغزوم اخر د مایوسۍ دیوال ته ودریږم ؛ د غني او د هغه له موجوده بانډه او د شمال د لنډغروخو ډیرمخکې لا مایوسه شوی يم .

دا مي یقین دی چې دا له غربه راغلي څو میلمانه او دا تش په نامه جهادیان له چوکۍ ؛ غلا ؛ او ډالرو څخه علاوه نور هیڅ نه پیژني او نه هم ولاکه ددي ملت  د درد دوا شي؛ په موجوده حکومت کې هغه کسان ځاي لري چې د جهاد له مقدس نوم څخه په ګټه اخستني اوس مليادران شوي دي اويا هغه کسان دي چې د غلاو لپاره له غرب څخه راغلي هروخت چې د ډالرو چېني ورباندي وچې شوي په هغه ورځ به دا وطن پریږدي او بیرته  به  اروپا او امریکاته ځي ؛ ځکه چې دا خلک نه وطن ته متعهد دي او نه اسلام ته ؛  بیا مي سوچ د طالب لور ته ولاړ شي چې یاره کیدای شي چې دا طالبان به د دي  خوار؛ زوریدلي ؛ درپه دره ؛ وږي تږي ؛ وهل شوي ؛ ټکل شوي او ستړي ولس د درد دوا شي ؛ طالب ډیري لوړي ژوري پی کړي ؛ سړې او تودې ېی وګاللې؛ تجربې ورته وشوې په کانفراسونو او میډیاکې له خبرو یې هم داسي ښکاري چې اوس به ئی سد سر ته راغلی وي په مطبوعاتو کې د افغان شموله حکومت ؛ نر اوښخو ته د مساوي تعلیم ؛ دهیواد دبیارغونې  خبري کوي  ؛ نوربه  طالب جان ته خپل ځان فرشته نه ښکاري ؛ د میم رزورما ټوله یې زما سوچونه به یې له دماغه وتلي وي ؛ ځکه طالب يوځل  دانحصار طلبئ په مردار لوښي کې وخوړل چې ډير بد خوند يې و دوهم ځل به دا ناکامه تجربه نه تکراره وي؛ همدارنګه  به د پاکستاني استخباراتو له اغیز پرته دهیواد او ولس په ګټه په ټولوملي قضایاو کې  پریکړي کوي ؛ ځکه چې همدا پاکستان وچې د طالب مشرانو څخه ئی کالي و ایستل او امریکایانو ته یې لوڅ لپړ وسپارل؛ د طالبانو د دوهم مشرمرحوم ملاعبیدالله اخند په شمول یې څو تنه په وهلو ټکولو اوتر ډول ډول تعذیبونو لاندي ووژل ؛ د طالبانو اوسنی سیاسي مرستیال ملابرادر او په  سلګونو نور مشران یې په کلونو کلونو د تورو پنجرو شاته بي محکمي غورځولي و؛ اوس به راشو او دعمل په ډګر کې  به ګوروچې تیرو ترخو تجربو ته په کتو سره  په رښتیا هم د طالب سرته عقل راغلی دی او په دي پوهیدلی دی چې له یوه لاسه ټک نه خیزي  ؛ایا په رښتیا هم په هیواد کې  د داسي نظام غوښتونکې دي چې په هغه کې ټول افغانان خپل ځان وګوري او بیا دین او دنیا دواړه پرخپل ځان نه تمامه وي ؛ او که اوس هم هغه د نوییمو کلونو پر خره سپورطالب دی ؟

زما د شننو او معلوماتو په اساس  طالبان اوس هم هغه پنځه ویشت کاله مخکې طالبان دي ؛ نه يي په فکر کې کوم تغير راغلی او نه هم په عمل کې , طالب تر پخوا لا مغروره شوی ځان ورته فاتح ښکاري ؛  طالب غورځنګ اوس هم  د داسي امارت د قیام هوډ لري چې په هغه کې به له چوپړاسي  تر اميرالمومينینه ټول د مدرسو طالبان وي؛ ښځي به له زدکړو بي برخي وي اود کار اجازه به ونلري؛ د بیان هر ډول ازادي به خاموشه وي ؛ افغانان به د هر قسم مدني ازاديو څخه بی برخي او ډیري پریکړي به یې د آیی ایس آیی د مفتیانواو جنرالانوپه خوښه وي

د شمالي ټلوالي ؛غنی خیلو؛ سیاپ خیلو؛ اتمرخیلو او دانورو ډلو ټپلوسره د طالب حکومت او جوړ جاړی او دهغوی زغمل؛ خیال است ومحال است وجنون.
لیکوال : مولوي شریف

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy