The news is by your side.

خلیلزاد نن په ارګ کې دوه جلا لیدنې کړي

خبریال وېب پاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او د افغان سولې په اړه وروستي جزییات یې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ولیدل.

یاده لیدنه په ارګ کې ترسره شوه، په لیدنه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دواړو مرستیالانو، د ملي امنیت سلاکار، دېاقتصادي او سوداګریزو چارو پراختیا او د بېوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ګډون درلود.

دواړو خواوو د سولې بهیر لپاره د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث وکړ او بین الافغاني خبرو وړاندې یې د اوربند پر ټینګښت خبرې وکړې.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ډاډ ورکړ، چې له طالب مشرانو سره به یاده موضوع مطرح کړي.

په یاده ناسته کې همدارنګه د دواړو لوریو د بندیانو د خوشې کولو په لړۍ خبرې وشوې، چې دواړه لوري دې د یو معقول میکانېزم چې د دواړو له لوري رامنځته او دواړو لوریو ته د منلو وړ وي، هوکړې ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې بهیر د پرمختګ لپاره سفرونه پیل کړي او په دې لړ کې یې د پاکستان، هند، افغانستان او قطر هېوادونو چازواکو سره لیدنې او خبرې وکړې.

خلیلزاد وایي، هڅه کوي د بین الافغاني خبرو لپاره پر نېټه ژر بحث وشي او د بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.

بل خوا پنټاګون وایي، طالبانو د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته خپل بریدونه نه دي کم کړي او تاوتریخوالی یې زیات کړی.

په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو له لوري پر ملکي او نظامي وګړو او تأسیساتو بریدونه زیات شوي او سخت تلفات یې اړولي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.