The news is by your side.

دايکندي کې کرونا سره د ٣٠٠ ښوونکو مبارزه

خبریال وېب پاڼه/ د دايکندي د پوهنې رییس وايي، د کرونا ويروس د خپرېدو په دغه ولايت کې له ۲۷۰۰ ډېرو ښوونکو د کرونا ويروس پر ضد د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړی دی.

د ياد ولايت د پوهنې ریی رحمت‌الله سیرت وايي، ياد شمېر ښوونکي د ۱۰ ولسواليو په ښوونځيو کې او د دې ولسواليو عامو خلکو ته د کرونا وبا د خپرېدو د مخنيوي په موخه عامه پوهاوی ورکوي.

تر اوسه ياد شمېر ښوونکو ۷۰ زره کسانو ته د ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه معلومات ورکړي.

ياد ښوونکي وايي د دوی دغه کمپاين کور په کور دی او هڅه کوي د دايکندي د لېرې پرتو سيمو ټول اوسېدونکي له دغو معلوماتو باخبره شي.

دایکندي کې تر اوسه ٢٠ کسان پر کورونا ويروس اخته شوي چې له دې ډلې ۷ يې ښه شوي او یو کس مړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۹۲ تازه پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۸۰۰۰ واوښت.

هرات او کابل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې پکې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه ګڼي نو انساني ناورین به رامنځته شي.

تر اوسه هېواد کې نږدې ۲۰۰ تنه له دې ناروغۍ نه مړه شوي دي.

دا ویروس په افغانستان کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او ورځ تر بلې یې د مثبتو پېښو شمېر لوړیږي. خو په یو شمېر ولایتونو کې قرنطینونه مات شوي او محدودیتونه نرم شوي، چې خلک په خلاص لاس تګ راتګ کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.