The news is by your side.

له سیاسي جوړجاړي پرته بله لاره وه ؟‌

خبریال ویبپاڼه –  تیرې یکشنبې په ورځ (۱۷ می ۲۰۲۰) ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله د څه باندې دوو میاشتو ناندریو وروسته سیاسي هوکړې لاسلیک کړه. د ۲۰۱۹ کال ولسمشریزو ټاکنو په سر د دواړو مخکښو ټاکنیزو ټیمونو: دولت ساز او ثبات او همپالنې ترمنځ شخړه هغه وخت رامنځ ته شوه، کله چې د ډاکتر عبدالله په مشرۍ ټاکنیز ټیم په مقابل ټاکنیز ټیم تور پورې کړ چې په ټاکنو کې یې پراخه درغلې کړې وي. تر شاوخوا پنځو میاشتو جنجالونو وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون دولت ساز ټیم د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړو چې ورسره سم د منم، نه یې منم کمپاین یو ځل بیا پیل شو۰ د ولسمشرۍ یوې څوکۍ لپاره د مارچ په ۹ نیټه ۲۰۲۰ دوه جلا، جلا د لوړې مراسم تر سره شوي. د انګریزانو د هغه سوداګریز اعلان په څیر چې، Buy one, get one free  یعنې یو واخله او بل وړیا تر لاسه کړه، کانه وشوه او یو رسمي او بل غیر رسمي حکومت رامنځ ته شو.

د ۲۰۱۹ کال ولسمشریزې ټاکنې  د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو د ترخو درسونه او اوسنیو ننګونو په رڼا کې تر نظر لاندې نیسم.

زمونږ ولسواکي او ولسمشریزې ټاکنې:

په نړۍ کې درې ډوله نظامونه موجود دی: ولسواکي، شاهي او زورواکي (استبدادي). په ولسواکۍ نظام کې سیاسي پروسه کارول کېږي. په ټوله کې، خلک د رایې له لارې ګوندونو ته د هغوی د منشورونو په پام کې نیولو سره رایې ورکوي او هر هغه ګوند چې زیاتې رایې واخلي، واک ته رسېږي. تر ټاکنو وروسته د حکومتوالې د بنسټیزو اصولو لکه: پرانیستې حکومتوالې، په حکومت کې د خلکو ګډون، روڼتیا او حساب ورکونې په پام کې نیولو سره، ملت د نظام د ښوالې لپاره حکومت ته مشورې ورکوي. که چیرې حکومت د کړو وعدو نه په شا کېږي، ملت د مدنې حرکتونو په مټ فشار راوړي ترڅو چارواکي خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړي.

په ۲۰۰۱ کې د بن په کنفرانس کې د افغانستان د دولت لپاره د ولسواکۍ نسخه تجویز شوه، چې بنسټ یې ولسمشریزې، ولسي جرګې، مشرانو جرګې، ولایتی شورا او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې کیښودل شوي. دا چې موضوع ولسمشریزې ټاکنې دي، نو همدغه موضوع تر بحث لاندې نیسو. تر اوسه پورې څلور ځله ولسمشریزې ټاکنې تر سره شوي چې ټولې د شخړو نه ډکې وي. که څه هم، هغه هېوادونه چې تازه د جګړو نه راوتلې وي او یا هم جګړې په کې لا روانې وي، نو طبعي خبره ده چې سیاسي پروسې به د ناندریو نه ډکې وي. وروستیو ولسمشریزو ټاکنو (۲۰۱۴ او ۲۰۱۹) بې ساري جنجالونه رامنځ ته کړل.

دا چې ملت د ګوندونو نه ترخې تجربې لري، نو هغه د ولسواکۍ اصل چې رایې باید ګوندونو ته د هغوی د منشور په رڼا کې ورکړي، هغسې ونه شول. دغه تشه شخص محورۍ ډکه کړه او دوه ډاکټران محمد اشرف غني او عبدالله، چې یو یې په ترتیب سره په انسان پېژندنه (Anthropology) کې دوکتورا لري او هم اقتصاد پوه دی، او بل یې د سترګو ډاکټر او ډپلومات دی، د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره ځانونه په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کې نوماندان کړل. د ۲۰۱۴ کال ناندریو ډکو ولسمشریزو ټاکنو اجرائیه ریاست وزېږاوه او ګډ حکومت یې رامنځ ته کړو او همدارنګه د ۲۰۱۹ کال ولسمشریزو ټاکنو یو ځل بیا ګډ حکومت وزېږاوه. اجرائیه ریاست د ملي مصالحي په عالي شورا بدل شو. که څه هم ظاهراً ډاکټر عبدالله د جمعیت د ګوند نوماند په څير مطرح کیده، خو نوموړي بیا د جمعیت ګوند نه واک ته د رسېدو لپاره د یوې وسیلې په ډول کار اخیسته.  نوموړي په زیاتره ټاکنیزو غونډو کې هڅه کوله چې ځان د جمعیت ګوند د غړی په توګه معرفي نه کړی.

د شخص محورۍ د حکومت ستونزه دا ده چې کله چې یو رهبر د خلکو په رایو واک ته ورسېږي، د وخت په تیریدو سره هغه رهبر بیا د خپل واک د ساتلو لپاره د هرې لارې نه کار اخلې، آن تر دې چې د یوه دیکتاتور بڼه غوره کوي. پدې مانا چې ټول واک د یو شخص پلاس کې وي، پریکړې او ګمارنې په خپله خوښه کوي او د ملت ارادې ته بیا دومره اهمیت نه ورکوي. که څه هم د ملي یووالې حکومت یو څه لاس ته راوړنې درلودې، خو دا چې حکومت شریک وو، هغه ډول چې باید حکومتوالې تر سره شوي وه، ونه شوه. زیاتره پریکړې او ګمارنې سلیقوي وي او د ملت اراده په کې پوره تمثیل نه شوه. که د یو پلوه د ملي یووالې حکومت ټاکنو په پایله کې را پورته شوې شخړه په موقتي ډول ارامه کړه، د بل پلوه د حکومتوالې د بنسټ د کمزوري کولو لپاره یې یو نوي ماډل رامنځ ته کړو. د دغه ماډل په بنسټ  واک د پنځوس پنځوس فورمول له مخې ویشل کېږي. دا ماډل اوسنۍ سیاسي هوکړه کې بیا عملي شو.

دا چې ولسمشر غني په انسان پېژنده کې دوکتورا  او د نظام جوړولو اړونده تجربه لري او د سیاست ډګر ته په نظام کې د بنسټیزو اصلاحاتو د شعار سره راغي، نو د ملت ترې ډیرې تمې درلودي. د بده مرغه، ولسمشر غني د یو لړ ستونزو له امله و نه شوه کړای، چې په نظام کې بنسټیز اصلاحات راولې او تر کلکو نیوکو لاندې راغی. لامل یې همدا دی چې نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې ولسمشر غني ته زیاته ګوت-څنډنه کېږي.

دویم. ایا وروستۍ ولسمشریزې ټاکنې د اقتصادي پلوه ګټورې وي، که د فقیر هېواد مات او ګوډ اقتصاد یې لاپسې ټپي کړ؟

لرې نه ځو، مونږ د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو د ترخو تجربو شاهدان یوو. د هر پلوه یې نیمګړتیاوې لرلې. د بیلګې په توګه، په سلګونو ملیونو ډالر په مصرف ورسېدل، په سلګونو افغانانو ته د کمپاینونو په مهال مرګ ژوبله واوخته، د یو شمیر افغانان ګوتې پرې شوې، نظام د سترو ننګونو سره مخامخ شو، او د ناندریو د لاسه د ملت په سمتي او قامي اړخونو وویشل شوه.

د ۲۰۱۴ کال ټاکنو ټپونه لا نه وه رغول شوي، چې د ۲۰۱۹ کال ټاکنو لپاره چمتووالی پیل شو. دا چمتووالی پداسې وخت کې پیل شو چې د ټاکنو نظام لا هم ژورو اصلاحاتو ته اړتیا لرله او په ورته وخت کې امریکا د طالبانو سره د سولې خبرې روانې کړې وي. دا چې د سولې خبرې روانې وي، نړیواله ټولنه هم د ټاکنو اړونده زړه نا زړه وه. سیاسي رهبرانو هم نه غوښتل چې ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي او د ملي یووالي حکومت په دوام یې ټینګار کاوه. د دې تر څنګ د هېواد امنیتي وضعیت هم د ډاډ وړ نه وو. خو ولسمشر غني بیا پدې ټینګار کاوه چې واک باید د خلکو د رایو په بنسټ انتقال شي او ټاکنې باید هرومرو تر سره شي. بله دا چې د ملي یووالي حکومت دوره هم پای ته رسېدلی و، نو ولسمشر غوښتل تر څو طالبانو سره د سولې خبرو لپاره نوي حکومت رامنځ ته شي. په هر حال، د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو په لسګونو ملیونونه ډالر په مصرف ورسېدل. د ټاکنو د کمپاینونو د پیل نه د رایو اچونو تر ورځې پورې د یوناما د راپور له مخې ۸۵ ملکي کسانو ژوند د لاسه ورکړو او ۳۷۳ نور ټپیان شول. دا چې ملي امنیتي ځواکونو ته د کمپاینونو په مهال څومره مرګ او ژوبله وراوختې ده، هغه به خپله حکومت او رسنیو ته مالومه وي. د ټاکنو په ورځ ۷۰ زره امنیتي ځواکونو د رایې ورکولو د مرکزونو امنیت نیولی وو.

زما په آند، د ملي یووالي حکومت دواړه مشران پدې پوهېده چې د ټاکنو لپاره په پورتنیو یاد شوو دلیلونو او شرایطو کې یو مناسب چاپیریال موجود نه وو، خو یو ځل بیا ولسمشر غني ته ګوت-څنډنه ځکه کېږي چې نوموړی د نظامونو جوړولو تجربه درلوده. که چیرې داسې وانګېرو چې ولسمشر نړیوالې ټولنې اړ کړو تر څو ټاکنې وکړي، نو ولسمشر سره پورتني یاد شوي دلیلونه موجود ول چې له مخې یې ټاکنې ځنډولی شوي.  زما په آند، یوه لاره یې دا وه چې د سولې خبرو د پایلو تر مالومیدو پورې باید د ملي یووالي حکومت دوام کړی وو.

د ۲۰۱۹ کال ولسمشریزو ټاکنو ناوړه پایلې:

د ۲۰۱۴ کال ټاکنو په څیر د ۲۰۱۹ کال ټاکنو ملت ته ستر سرخوږی جوړ کړو، وینې توی شوي، په ملیونونو ډالر په مصرف ورسېدل، سیاسي جنجالونه رامنځ ته شول، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغي تر څو سیاسي هوکړې ته لار هواره کړي، نهیلي امریکا  ته ستون شو او وروسته یې د یو میلیارد ډالرو مرستې بندولو ګواښ وکړ. تر دې وروسته کورنیو مخورو شخصیتونو، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او نورو هېوادنو د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د روغې جوړې لپاره منډې ترړې پیل کړي. په پایله کې یو ځل بیا ګډ حکومت رامنځ ته شو. زما په آند، دواړه مشرانو باید د ټاکنو مخنیوی کړی وو  او د یوې سیاسي هوکړې له مخې باید حکومت جوړ کړی وو چې دا کار پرته له پورته ناخوالو نه هم سره کیدای شو.

  

دریم. ولې نړیوالې ټولنې په یو نامناسب چاپیریال کې د ولسمشریزو ټاکنو غوښتنه کوله؟

هغه یو شمېر افغان چې پدې باور دې چې ولسمشر غني نړیوالې ټولنې اړ کړ تر ځو ټاکنې تر سره کړي. که چیرې دا خبره ریښتیا وي، نو دا پدې مانا چې تر ۱۸ کلنو تیرولو وروسته لا هم نړیوالې ټولنې په افغانستان پېژندنې کې پاتې راغلی. خو زما په آند، نړیوالې ټولنې په ساړه زړه ټاکنو ته چمتووالی ښوده. لامل یې د سولې خبرې وي.

څلورم. ولې ملت د نندارچي په څیر د خیر په غونډۍ ناست دی؟

دا سوال تل ما کړوي. ایا مونږ اوس هم د دې جوګه نه یوو چې د نورې نړۍ نه یې زده کړو؟ ولې نه؟ هر څه په خپلو غړیدلو سترګو وینو. د ټولې نړۍ سره اینښتي یوو. اوسمهال په ملیونونو افغانان د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د کورنیو سره، اوسېږي، په لسګونو زره افغانان د نړۍ يه معتبرو پوهنتونونو کې زده کړی کوي او په لسګونو زره په نړۍ کې به تجارت بوخت دي.

زما په آند، زمونږ د بې شمیر ستونزو د جملې نه یو څو یې په لاندې ډول دي:

الف. مونږ تل سمتي، قامی او ژبنی تعصب ته د مغز په مهمه برخه کې ځای ورکړی دی. همدا تعصب د دې لامل شوي چې لا اوس هم مونږ د ملت جوړونې لپاره د اخلاص نه ډک ګامونه نه دې پورته کړي.

ب. د سمتی، قامي، او ژبني تعصب نه وروسته بل غټ رنځ زمونږ عقدوي چلندونه دي. عقدوي چلندونو زمونږ د استدلال قوه دومره ځپلې ده، آن تردې چې د یو رهبر ښې کړنې هم بدې ارزو. زمونږ د زیاتره ناستو موخې د دې لپاره نه وي چې ګواکیې د ټولنې او نظام لپاره د اصلاح فکر وکړو.

ت. یو شمیر هغه کسان چې په نظام کې په مهمو دندو ګمارل شوي دي، د نظام د لاښوالي لپار مناسب ګامونه نه پورته کوي او د خپلو شخصې ګټو لپاره کار کوي چې دا کړنو پراخه اداري فساد رامنځ ته کړې دی.

که چیرې مونږ د نظام د جوړولو لپاره رغنده ګامونه پورته نه کړو او د ولسواکۍ د بنسټیز کولو لپاره ملي سیاسي ګوندونه رامنځ ته نه کړو، نو د ملت برخلیک به همدا شان د یو څو کسانو له لورې د تړلو دروازو تر شا تعیینېږي او ملت به د یو ناورین نه بل ناورین ته ورننوځي.

لیکوال: عبدالله خان

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance