طالبان له خلکو په زوره کرونا سره مبارزې په موخه پیسي ټولوي

خبریال وېب پاڼه/ جوزجان کې طالبان له خلکو د کرونا ویروس سره مبارزې لپاره جبري پیسي اخلي.

د جوزجان والي ویاند عبدالمعروف آذر خبریال ته وايي، چې طالبانو اوس د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو او مرکز په ځینو برخو کې له خلکو د کرونا ویروس سره مبارزې لپاره په زور سره نغدې پیسې ټولې کړي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پیسي بیا دوی څه کوي.

له دې سره بیا ښاغلی آذر زیاتوي چې طالبانو د جوزجان درزاب ولسوالۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو د وژلو امر کړی.

نوموړی وايي، طالبانو د یوه نوي قانون په وضع کولو سره درزاب ولسوالۍ کې خپلو جنګیالیو ته امر کړې چې پر کورونا ویروس اخته کسان ووژني.

د جوزچان والي ویاند عبدالمعروف آذر وایي، طالبانو دې وروستیو کې د سختو قیوداتو په وضع کولو سره ولسوالیو کې د خلکو ځورولو ته مخه کړې ده.

نوموړی زیاتوي چې د درزاب ولسوالۍ طالبان له خلکو په زوره کرونا سره مبارزې په موخه پیسي ټولوي.

طالبان په سیمو کې د جګړو او ورانکاریو سره سره پر ملکیانو هم ظلم کوي او زور زیاتی کوي، چې په زوره ترې عشر او د ذکات پیسې ټولوي.

اوس مهال طالبان پر ملکیانو هم درېغ نه کوي او په دې وروستیو کې یې پر ملکي وګړو او ملکي تأسیساتو بریدونه زیات شوي، خو طالبان ملکي وګړو ته د تلفاتو د اوښتو مسؤولیت نه مني او پړه یې داعش ډلې ور اچوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More