The news is by your side.

ایران یو ځل بیا د پولیسو له لوري د افغانانو ربړونه ردوي

خبریال وېب پاڼه/ د ایران له لوري د افغانستان او ایران په پوله د افغان مسافرو د ربړونې ردېدل.

د ایران ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني وايي د افغانستان ځینې رسنۍ او مسؤولین له اسنادو پرته دا ډول خبرې کوي چې ایران ورته حیران دی.

ایران یو ځل بیا په د افغانستان او ایران په پوله کې د افغان مسافرو د ربړونې خبر په کلکو ټکو سره رد کړ.

د ایران ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني، د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره په تلیفوني اړیکه کې ویلي دي، چې د افغانستان ځینې رسینو او مسؤولینو له لوري په غیر مستنده توګه د دې دروند خبر خپرېدل د حیرانتیا کار دی.

بل خوا یو ایراني چارواکي ویلي دي چې امریکا د افغانستان ګټو ته په نه کتو سره د غیر قبولي لارې څخه خپل سیاسي کارونه تعقیبوي.

نوموړی ټينګار کوي چې د سولې هر ډول خبرې چې د افغانستان دولت په محوریت باندې ترسره شي او د افغانانو پراخه خبرې کولای شي افغانستان کې د سولې ټينګښت له پاره یو ګام نزدې کړي.

په ورته وخت کې د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت باید د سولې خبرې مخ ته ولاړې شي.

د چین بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې ده چې ژر تر ژره د افغانانو خپل منځي خبرې پيل شي تر څو نتیجې ته سره ورسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.