The news is by your side.

ماسک پوښلو کسانو ته د اپل لخوا نوې آسانتیاوې

خبریال وېب پاڼه/د کرونا وبا په راتګ سره د اپل محصول کاروونکو ته یو نوی سرخوږی جوړ شوی ؤ، چې دوی خپلو موبایلونو ته د څېرې قفل نه شوای ورکولی ځکه اړ ؤ چې خلاصولو ته یې ماسک لېرې کړي.

اپل په یو تازه اقدام کې د څېرې په وسیله د خپلو محصولاتو (آیفون) د قفل په پرانیستلو کې د ماسک لپاره نوې آسانیاوې راوستلې دي.

دغه شرکت په خپله نوې نسخه (iOS13,4) کې چې د تېرې چارشنبې په ورځ عمومي بازار ته وړاندې شو، د زماني ځنډ هغه آپشن بېرته ایسته کړ چې د ماسک په وسیله به یې د خپل موبایل مخ کرښې ته د ور ننوتلو پر مهال ورسره مخ کېده.

تر دې وړاندې که یو چا د مخ پېژندلو (Face ID) له آپشن څخه د خپل موبایل د قفل کولو لپاره کار اخیست، د ماسک پوښلو پر مهال اړ وو چې د قفل خلاصېدو لپاره څو ثانیې انتظار وباسي تر څو له ماسک سره یې څېره وپېژندل شي، چې له یو څه وخت صبر وروسته به یې د موبایل صفحه پرانیستل کېدله او ځینې وخت خو به لا د خلاصېدو امکان هم نه ؤ.

په دغې نوي محصول کې د API پیغام رسوونکي اپلیکېشن هم فعال شوی دی. دا به له خلکو او په ځانګړې توګه له روغتیا پالانو سره مرسته وکړي چې په کرونا وبا له اخته کسانو څه خبر ترلاسه کړي. دغه نوښت له ګوګل سره د اپل شرکت د ګډ کار پایله ده چې خپلو مینوالو ته یې وړاندې کوي.

تېره میاشت له کرونا سره د مبارزې لپاره دغې شرکتونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې هڅه کوي داسې یو اپلیکېشن جوړ کړي چې د کرونا ځپلو په هکله خلکو ته معلومات وښیي. دوی ټینګار کړی ؤ چې ټوله هڅه یې دا ده چې اپلیکېشن به پرته له انټرنېت هم کار کوي تر څو هغه کسانو ته له نیږدې کېدو وړاندې یې موبایل زنګ وکړي او وښیي چې په کرونا ویروس اخته کس ته د نیږدې کېدو په حال کې یې.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا وبا به راتګ سره په ټوله نړۍ کې د ماسک پوښل الزامي وبلل شول او هر هېواد خپلو اتباعو ته د ماسک استفاده کولو سلارښوونې وکړې.

اپل او ګوګل په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دي چې د کرونا په اړه پیغام رسوونکی اپلیکېشن یې اوس مهال د امریکا د یو شمېر ایالتونو په ګډون د نړۍ په شاوخوا ۲۲ هېوادونو کې فعال کړی دی او د اړتیا په صورت کې به دغه نوښت د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.