هند او پاکستان د کشمیر لانجه او د افغانستان جګړه!

مذهبي سخت دریځۍ او افغان جګړې کشمیر بنے گا پاکستان شعار په اباسین لاهو کړو

خبریال وېبپاڼه – هند او پاکستان څلور سترې جګړې کړې دي او په دې ټولو جګړو کې پاکستان ماتې خوړلې. خو بیا پاکستان بیا خپلې ماتې نه مني. درې جګړې په ۱۹۴۷، ۱۹۶۵ او ۱۹۹۹ کلونو کې د کشمیر په سر وشوې چې د پاکستان په ماتې پای ته ورسېدي. څلورمه جګړه په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله دیش په پلازمینې ډاکا کې وشوه او بیا هم پاکستان ماتې وخوړه. تر ماتې وروسته د پاکستان د تسلیمۍ سند (Pakistani Instrument of Surrender) په۱۹۷۱کې د پاکستاني جنرال نیازي او د هندي جنرال اروړا ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې یې ۹۳ زره پوځیان او ملکیان هندي پوځ ته تسلیم شول. دا د نړۍ تر ټولو لنډه جګړه ګڼل کېږي او تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا لومړی ځل وو چې په زیات شمیر کې پوځیان تسلیم شول.

مذهبي سخت دریځي او په هندي کشمیر کې جګړه

پاکستان مذهبي سخت دریځي د خپلې بهرنۍ تګلارې مهمه وسیله ګرځولې ده. عظمت عباس په خپل کتاب (۲۰۱۹) مدرسه معراج: د اسلامي ښوونځیو معاصر تاریخ کې لیکي، په پاکستان کې ۳۲۲۷۲ مدرسې ثبت شوي دي. نور اټکلونه بیا د مدرسو شمیر تر ۶۰ زرو زیات ښیي. دا چې د دغو مدرسو د جملې نه یې څومره مذهبي سخت دریځي خپروي په خپل ځای، خو یو شمیر مدرسې د سخت دریځو په روزلو کې رول لري. د جنرال محمد ضیاءالحق په دور کې مذهبي سخت دریځۍ هغه وخت لا پسې زور واخیست کله چې روس په افغانستان یرغل وکړو او امریکا د خپلو متحدینو سره د روسیې د پراخېدو تګلارې د مخې ډپ کولو لپاره د مجاهدینو تنظیمونو سره پراخه مالي او نظامي مرستې کولي.

دا چې پاکستان د کشمیر جګړې ته مذهبي بڼه ورکړی ده، نو د دغه هېواد په رسمي او غیر رسمي ناستو، جوماتونو او مدرسو کې د کشمیر د جهاد لپاره پراخه هڅونې کېږي. همدا لامل دی چې د پاکستان پوځ د لسګونو سخت دریځو ډلو په مرسته د مدرسو یو زیات شمیر زده کوونکي د کشمیر جګړې ته استوي. د جهاد په مهال یو شمیر جهادي تنظیمونو او قوماندانو افغان ځوانان د کشمیر جګړې لپاره هم لېږل. د طالبانو د حکومت په مهال په ۱۹۹۹ کې د پاکستان سخت دریځي ډلې جېش محمد غړو، چې په هندي کشمیر کې فعالیت کوي، د نيپال مرکز کتمانډو نه ډهلي ته په لار مسافر وړنې الوتکه سره د ۱۵۵ سوارلیو کندهار ته وتښتوله. د څو ورځو خبرو اترو وروسته هند د جېش محمد بندي مشر مسعود اظهر د الوتکې او ورسره د ټولو مسافرو په بدل کې ازاد کړو.

په طالبانو د امریکا بریدونه او هند ته په افغانستان کې نوي فرصتونه

د القاعده ترهګرې ډلې له لوري په امریکا باندې د یوولسم سپټمبر ۲۰۰۱ بریدونو په پاکستان کې مېشتو سخت دریځو ډلو ته جدي ګواښ پیښ کړو. امریکا د بریدونو مسؤوله القاعده وګڼله او په ورته وخت کې یې د طالبانو حکومت په دې ګرم وګڼو چې القاعدې ته یې په افغانستان کې خوندې ځایونه چمتو کړې ول. دا چې هند د امریکا د بریدونو نه وړاندې د افغان طالب ضد ډلو سره دوامداره مالي او پوځي مرستې کولې، خو کله چې دغه نوی فرصت رامنځ ته شو، هند د امریکا سره د ترهګرۍ ضد جګړې کې خپله همکاري وښودله. کله چې امریکا د افغان طالب ضد ډلو په مټ طالبانو ته ماتې ورکړه، هند خپل حضور په افغانستان کې لا پسې پراخه کړو. پدې سره د هند او پاکستان نیابتې جګړه په افغانستان کې پیل شوه. که څه هم پاکستان په افغانستان کې یو شمیر هندي هدفونه په نښه کړل چې د هغې جملې نه یې یو د هند په سفارت د موټر بم برید و، خو هند د دې ګواښونو سره، سره په افغانستان کې د نیابتي جګړې په مټ وکولی شول چې په هندي کشمیر کې د پاکستان فشار تر ډیره بریده را کم کړي.

په افغانستان کې د هند او پاکستان د نیابتې جګړې ګټې او تاوانونه

زما په باور، د سخت دریځو ډلو روزلو او ملاتړ پاکستان ته په نړیواله کچه زیات تاوانونه اړولې دي. د نړیوالې ترهګرۍ ضد جګړې په پیل کې پاکستان ظاهراً امریکا سره همکاري کوله. د دې همکارۍ په بدل کې امریکا پاکستان سره مالي او پوځي مرستې کولې. خو وروسته بیا امریکا ته دا جوته شوه چې هغسې چې لازم وه، پاکستان همکاري نه کوله. له همدې امله امریکا په پاکستان باندې پرلپسې سیاسي او اقتصادي فشارونو ته زور ورکړې دی. پدې وروستیو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یو راپور کې راغلي چې پاکستان لا اوس هم په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي. هند هم په خپلو ډپلوماتیکو هڅو پاکستان ته په نړیوال ډګر کې سختې ضربې ورکړې دي. د همدغو نړیوالو ضربو له امله له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې یا فاینانشل اېکشن ټاسک فورس رسماً پاکستان په خړ نوملړ کې شامل کړی دی. آن د پاکستان دایمي ملګري چین هم د پاکستان نوم خړ نوملړ ته د ورشامېلېدو مخه ونه نیوله.

په ۲۰۱۹ کې د پلوامې برید، چې د راپورنو له قوله جېش محمد سخت دریځې ډلې تر سره کړی وو، پراخه نړیوال غبرګونونه راوپارول او پاکستان د پخوا په څیر یو ځل بیا د نړیوالو فشارونو سره مخ شو. هند د پلوامې د برید نه په نړیواله کچه ګټه پورته کړو او د اساسي قانون ۳۷۰ ماده چې هندي کشمیر ته یې نیمه خپلواکي ورکړی وه، د لمنځه یوړه او جمو او کشمیر ایالات یې په دوو برخو ووېشلو. زما په باور، هند پدې سره د پاکستان هغه ادعا، چې کشمیر یوه جنجالي سیمه ده او باید د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ کال د ۴۷ نمبر پرېکړې په بنسټ حل شي، غلی کړه. د ملګرو ملتونو د دغې پرېکړې د یوې برخې سپارښتنه دا وه چې کشمیریانو ته دې د یوې ټول پوښتنې له لارې حق ورکړل شي چې د پاکستان او یا هند سره یو ځای کیدل غواړي. که له یوه پلوه هند وکولی شو چې د پاکستان لاس وهنې په هندي کشمیر کې تر ډیره بریده مهار کړي، له بل پلوه بیا پښتنو ځوانانو په پښتنو سیمو کې د پاکستان پوځ او سخت دریځو ډلو په ضد مدني فعالیتونه پیل کړل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پښتون تحفظ مومېنټ) د پوځ او سخت دریځو ضد مبارزه

د روس د یرغل په مهال د افغان جګړې ټول بار په پاکستان کې د پښتنو په سیمو وو، پاکستاني پوځ هم د پښتونوالۍ د دودنو او هم د پښتنو د احساساتو نه ګټه پورته کوله. دې سره په پښتنو سیمو کې سخت دریځي زیاته شوه او ورسره سم د کلاشینکوف کلچر (دود) عام شو. د افغان جګړې نه مخکې پاکستاني پوځ هند سره د جګړو په مهال د پښتنو لښکري کشمیر ته د جهاد لپاره لېږلې. پي ټي یم، چې مخکې تر دې یې د محسود تحفظ مومېنټ په نوم مدني فعالیت کاوه، د پښتنو په سیمو کې په خپلو هلو ځلو سره وکولی شول چې د کشمیر جهاد انګېزه تر ډیره حده پیکه کړي. پي ټي ایم د پوځ د سخت دریځو ډلو په روزلو او ملاتړ تورنوي. پي ټي ایم د پوځ ضد پراخه لاریونونه تر سره کړي دي او همدارنګه یې په ټولنیزو رسنیو کې مبارزې ته زور ورکړی دی. د پي ټي ایم د ترهګرۍ ضد شعار، یه جو دهشتگردی هی اسکی پیچی وردی هی یعنې دا چې ترهګري ده د دې تر شا پوځیان دی، په لومړي ځل د پاکستاني پوځ کلکې ستنې وښورولې.

زما په باور، دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې پښتانه د پوځ د سخت دریځ پالنې تګلارې په ضد په زغرده ولاړ دي او د پښتنو د سیمو نه د سخت دریځۍ د جرړو د ایستلو لپاره مبارزې کوي. اوس په ټوله نړۍ کې د پي ټي ایم غږ خپور شوي دی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پي ټي ایم په ملاتړ لاریونونه او غوندې تر سره کېږي. آن تر دې چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت، د بشر حقونو نړیواله اداره او د نړۍ د ترهګریز ضد فعالیتونو ادارې د پي ټي ایم په ملاتړ اعلامیې خپروي. که څه هم پاکستان د پي ټي ایم د مشر تابه په ګډون ګڼ شمیر فعالان زنداني کړي او آن تر دې چې یو شمیر نور فعالان یې ووژل، خو د پي ټي ایم مبارزه لا همهغسې په مخه روانه ده. د پي ټي ایم سخت دریځۍ ضد فعالیتونو پاکستان ته په کور دننه او بهر نوې ستونزې رامنځ ته کړې دي او پاکستان یې په نړیواله کچه لا پسې منزوي کړی دی. زما په باور، د پي ټي ایم مبارزې په غیر مستقیمه توګه د هند د هغه درېځ سره، چې د پاکستاني سخت دریځو ډلو په ضد یې په نړیواله ټولنه کې مطرحه کوي، مرسته کړی دی.

د کشمیر شعار او د هند لاس ته راوړنه

زما په باور، د پاکستان مذهبي سخت دریځۍ تګلارې دغه هېواد ته د هندي کشمیر په خپلولو کې هیڅ ګټه نه ده کړی، بلکې بر عکس هند د دغې تګلارې نه په نړیواله کچه په بې سارې ډول ګټه پورته کړه او د کشمیر نیمه خپلواکي یې د لمنځه یوړه. د دې پر ځای چې پاکستان د پرېکړې په مقابل کې پوځي غبرګون وښیي، په کور دننه یې د هند ضد مدني حرکتونه پیل کړه او په ورته وخت کې یې ملګرو ملتونو او امریکا ته د هند نه شکایتونه وکړل. خو نه مدني حرکتونو او نه هم ډپلوماتیکو هڅو کومه مثبته پایله درلوده. دې سره د پاکستان هغه شعار چې، کشمیر بنے گا پاکستان په اباسین لاهو شو.که چیرې پاکستان د سخت دریځو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي، پدې سره به لا نور هم په سیمیزه او نړیواله کچه د سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي.

لیکوال: عبدالله خان بریتانیا 

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More