کونړ کې ۱۱۰ سړې خوني جوړیږي
خبریال وېب پاڼه/ په کونړ ولایت کې د پیازو، الوګانو او سبزي جاتو د ساتنې لپاره ۱۱۰ سړو خونو جوړېدو چارې پيل شوې.
چارواکې وایي دغه خوني په مرکز او ولسوالیو کې دي او د دوه میاشتو په موده کې به يې کارونه بشپړ شي.
دوی وایي په دغې خونو شاوخوا ۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په جوړېدو سره به يې د بزګرانو حاصلات د ښه قیمت په موخه وساتل شي.
په کونړ ولایت کې په شاوخوا زر هکټاره ځمکه باندې سبزي جات کرل شوي دي.
په کونړ ولایت کې د پیازو، آلوګانو او سبزي جاتو د ساتنې لپاره صفر درجه سړي خونو جوړېدل پيل شول
چارواکې وایي په مرکز او ولسوالیو کې ۱۱۰ سړې خوني جوړیږي چې کارونه به يي په دوه میاشتو کې بشپړ شي.
د کونړ والي عبدالستارمیرزکوال وايي په دغې سړي خونو شاوخوا شپېته میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په جوړېدو سره به يي د بزګرانو ستونزي حل شي.
چارواکې وايي په کونړ کې بزګران د موسمي سبزي جاتو د رسېدو له امله ډېر کله په زیان کې وو او د دغې خوني په جوړېدو سره به خپل رسېدلي حاصلات د څو میاشتو لپاره ذخیره کړي تر څو ښه قیمت وکړي.
بزګران د حکومت په دغې چارې خوښ دي او وایي ډېر کله به چې د دوی سبزي جات ورسېدل بازار به پاکستاني او ایراني سبزیو نیولی و او حاصلاتو به يي قیمت نه کولو
دوی وايي اوس کولای شي د دغې ذخیرو په جوړېدو سره خپل حاصلات ذخیره کړي او په بازار کې یې د کمښت پر مهال وپلوري.
چارواکې وايي په کونړ ولایت کې په شاوخوا زر هکټاره ځمکه سبزي جات کړل شوي چې یوازې د پیازو او الوګانو کلنی حاصل درې زره ټنو ته رسیږي.
د کونړ ولایت د کرنې رییس نجیب الله عادل وايي د دغې ذخیرو په جوړېدو سره به بزګران نور هم کوښښ وکړي چې په خپلو کروندو کې سبزي زیاته وکړي.
کونړ د ېیواد په ختیځ کې پروت هغه غرنی ولایت دی چې ډېره ابي ځمکه نه لري خو خلک يي د دهقانۍ سره اشنا دي او وايي که للمي ځمکو ته يي حکومت اوبه پورته کړي زراعت به يي نوره هم وده وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.