The news is by your side.

تخار: وسله واله نښته کې (۱۰) وژل شوي (۵) ټپیان دي

خبریال وېبپاڼه – نښته د اختر په لومړۍ ورځ د تخار ولایت د ګلفګان ولسوالۍ د “قورق‌سای” په کلي کې د دوو غیر مسولو وسله والو ډلو ترمنځ شوې ده.

په سیمه کې د خبریال وېبپاڼې همکار وايي‌چې په دغه نښته کې (۱۰) کسان وژل شوي او (۵) نور ټپیان دي .

نښته د دوو غیري مسئوله وسله والو ډلو(ټوپکیانو) ترمنځ شوې ده او په سیمه کې د اختر خوښۍ په غم اوښتې دي .

د تخار ولایتي چارواکي دا تائیدوي، چې په دغه ولایت کې زرګونه کسان غیر قانوني وسلې لري، چې وخت ناوخت د وسله والو نښتو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

چارواکي وايې چې د افغان پارلمان یو پلاوی هم د چاه اب ولسوالۍ کې د شخصي دښمنیو د پای ته رسولو د هڅو په لړ کې دغې ولسوالۍ ته تللی دی.

په دغه ولسوالۍ کې د پخوانیو مجاهدینو د قومندانانو ترمنځ د اوږدو کلنو راهیسې دښمنۍ دوام لري، چې وخت ناوخت د وسله والو نښتو سبب هم کیږي.

که څه هم دا ځل اختر کې وسله والو طالبانو او افغان حکومت له یوبل سره اوربند کړی او خلک دې اوربند ته زښت ډېر خوشحاله دي ؛ خو دا ډول جګړو یې د اختر خوښۍ زیانمني‌کړي دي .

په تخار کې په جګړه کې د دواړو لورو (۱۰) کسان چې ټوله یې ځوانان دي‌وژل شوي دي او دې جګړې تهد شخصي دښمني نوم ورکړل شوی دی.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance