د اختر دوهمه ورځ هم په هیواد کې قراري وه !

خبریال وېبپاڼه – د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د شوي درې ورځني اوربند نن دوهمه ورځ وه ؛ د هیواد له یوې برخي هم د جنګ جګړې راپور نه دی ورکړل شوی .‌
دافغانستان په بیلا بیلو ولایتونو او لیري پرتو سیمو کې خلک اختریزي خوښئ په خیریت سره لمانځي .

د افغانستان ډېری وګړي دا یو نېک پال بولي‌او وايي چې د اوربند دي لا نور وغځول شي .

په لویو ښارونو کې د کرونا وبا له کبله پر تګ راتګ بندیز دی او د ښارونو برخي له انسانانو خالي‌تر سترګو کېږي ؛ خو په لیري پرتو او کلیوالو سیمو کې خلک په دودیز ډول اختریزي مېلې کوي .

اوربند چې د طالبانو او افغان حکومت له لوري‌وشو خلکو ستایلی او تر ډېره یې له دواړو غاړو غوښتي دي چې اوربند نور هم وغځول شي .

په کندهار کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي چې د اوربند له کبله ډېری ځوانان د کندهار د دالې بند او بابا صاحب زیارت ته د مېلو لپاره تللي دي .

هم داراز په زابل ولایت کې هم خلک له اوربند نه په ګټه اخیستلو په آزاده پښه مېلې کوي .

په ننګرهار کې د خبریال وېبپاڼې همکار وايي چې دلته د هري وېري پرته خلک اختر لمانځي ، البته د کرونا وبا وېره لا هم شتون لري‌او د ننګرهار په بیلا بیلو کورونو کې په شکمنه کرونا د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی .

د ننګرهار پوهنتون یو استاد تاج محمد تمکین وايي چې :
«طالبانو ته زرین چانس دی، ځینې کړۍ هڅه کوي چې د سولې روان پروسس سبوتاژ کړي، طالبان باید د موضوع حساسیت درک او اوربند وغځوي. د سولې داسې چانس بیا نشي پیدا کیدلی، دې چانس نه باید ګټه واخستل شي، اوربند سره به ې خلکو کې دا مفکوره تقویه شي چې دوی رښتیا هم سوله پلوي دي او سوله غواړي. جنګ حل لاره نده او نتیجه نه ورکوي، وینه په وینه نه مینځل کیږي»‌

ډېری نور په دې باور دي چې د طالبانو له لوري‌د اخیستل شوي دې ګام له کبله په ولس کې د سولي‌هیلي‌را ټوکېدلي‌دي .

خلک وايي‌که اوربند وغځول شي‌ښايي سولي ته د رسېدلو لار نوره هم لنډه او دواړه لوري‌یو بل ته نېژدې شي .

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum