The news is by your side.

دفاع وزیر د پوځ بارکونو ته د اختر مبارکي‌ ته تللی

خبریال ویب پاڼهدافغانستان ددفاع وزیر اسدالله خالد د اختر په ورځو کې د افغانپوځ په امنیتي پوستو او کمربندونو کې پېره عسکرو ته د اختر مبارکي ته ورغلی دی .

ښاغلی خالد وايي چې هغه عسکر او سرتېريچې د هیواد څخه دفاع کوي ددې حق داري چې په جزتامونو او امنیتي پوستو کې مبارکي ورکړل شي .

دفاع وزیر اسدالله خالد سره په افغانستان کې د امریکا يي پوځ قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم شتون درلود .

ښاغليخالد د خاصو عملیاتو د قطعې د سرتېرو او منسوبینو وړاندیزونه واورېدل او په هیواد کې دښه امنیت د خونديتوب په موخه یې دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې افغان حکومت سولي ته ژمن دی ؛ خو که دښمن د سولي پر ځای د جګړې لار خپلوي افغان امنیتي ساتونکي یې د ځواب توان لرياو خپل هیواد ساتلای شي .

ښاغلي خالد د د ځانګړو عملیاتو ځواکونو ته دا یادونه هم وکړه چې د اختریز اوربند پر مهال دي تیار اوسيخو که دښمن د اوربند دماتولو هڅه وکړيغاښ ماتونکی ځواب دی ورکړي‌.

د دفاع وزیر اسدالله خالد یو له هغو وزیرانو څخه دی چې د اختر د ورځو سره سره په عامه ورځو کې هم د ژوند ډېره برخه له امنیتي ساتونکو سره تېروي ؛ پر پوستو او امنیتيکمربندونو ګرزي او تر ډېره بریده د سرتېرو د حوصلې د لوړولو او همداراز هغوی ته د مرال ورکولو ترڅنګ غواړيچې د سرتېرو ستونزياو مشکلات له نېژدې واوري .

نوموړيبیا بیا ویليچې افغان پوځ د هیواد د ساتلو توان لري او تر بل هروخت اوس په زیات کړکیچنو حالاتو کې د خپل ولس او خاوري ساتنه کوي .

   اسدالله خالد چې له اره د پآکستان او طالبانو په ضد څېره مشهور دی تر دې وړاندي د ملي امنیت د لوی ریاست پر مهال په یوه ځانمرګي برید کې مرګونی ټپي شوی وو؛ خو تر رغېدلو وروسته یې هم امنیتي دندي‌ ته ادامه ورکړه او دافغانستان د دفاع وزیر وټاکل شو .

نن یو ځل بیا اسدالله خالد دافغانستان ولس ته ډاډ ورکړ چې سرتېري‌د امنیت په خوندي‌کولو کې بریالي دي ؛‌ خو ولس دي د کرونا وبا له خاطره د ډاکترانو په سپارښتنه اختر ولمانځي .

دفاع وزیر اسدالله خالد د اختر په ورځ د سرتېرو ستونزي‌ اوري !

دفاع وزیر اسدالله خالد د اختر په ورځ د سرتېرو ستونزي‌ اوري !

Posted by khabarial.com on Monday, May 25, 2020

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance