The news is by your side.

د امیدوارۍ پر مهال خوښي او د خوښۍ لارې چارې

د ښځې ژوند کې امیدواري یو له ډیرو ښکلو پړاوونو څخه دی او له ځان سره ډیرې هیلې لري.

امیدواره میرمنې د هورموني تغیراتو له امله چې د هغوی پر ذهن هم اغېز کوي، دوی د منفي او حتی پریشانۍ احساساتو له ګواښ سره مخ کوي.

او دغه منفی احساسات د دې سبب کیږی چې په امیدواره میرمنو کې جسمی، روحی او رواني ستونزې رامنځته کړي او دغه راز جنین ته هم خطر پېښولی شي.

نو د دې لپاره باید امیدواره میرمنې د خوښ اوسیدلو او د استرس د کنټرول لپاره هڅه وکړي،

دا چې تاسې د امیدوارۍ په 9 میاشتني دوران کې ځان خوشحاله ساتئ، په مستقیم ډول د ماشوم پر وده هم اغېز پریباسی.

څیړنو ښودلې ده هر څومره چې یوه میرمن د امیدوارۍ په جریان کې خوشحاله و اوسي، نو د راتلونکي ماشوم په جسمی او رواني ستونزو د اخته کېدو خطر کمېږي.

په ټوله کې نېکبختي د انسان له فکر څخه سرچینه اخلي.

په دغه برخه کې د خوښ اوسیدلو او د مثبت روحیې درلودلو لپاره د امیدوارۍ په جریان کې له د څو مهمو ټکو یادونه کوو:

  • په شیبه کې ژوند کول او پر ماشوم خیال ساتل: یوه امیدواره ښځه باید همیشه په شیبه کې ژوند وکړی او یواځې د ماشوم صحت ته پاملرنه وکړي.

په دغه دوران کې د ژوند مثبتو اړخونو ته پاملرنه له تاسې سره مرسته کوي چې د دغې پړاو د ټولو ستونزو سره مقابله وکړﺉ.

  • د روغ او سالم ژوند تګلاره: د امیدوارۍ د پرمختګ په سبب او هغه هورموني او جسمي تغیرات چې په دغه دوران کې رامنځته کیږی، شخص د کمزورتیا او ستړیا سره مخ کوي.

په دې پړاو کې تر ټولو مهم اصل دا دی چې د مثبت روحیې د ساتلو لپاره ډیره هڅه وشي.

سپورت او غذایې رژیم په دغه برخه کې ډیره مرسته کولای شی او په جنین باندې د مثبتو تغیراتو سبب ګرځی.

  • د یوګا تمرین کول: د یوګا په جلسو کې ګډون کول سړي ته د ځوانۍ، ځواکمنتیا او د خوشحالۍ احساس ورکوي.

په یوګا او مدیټیشن یا تمرین کې تنفسي تمرینات له تاسې سره مرسته کوي چې خپل ذهن له منفی فکرونو، خبرو او اعمالو څخه لرې وساتي.

  • د خاطراتو لیکل:  امیدواري د هرې ښځې په ژوند کې یوه جالب او حیرانوونکی پړاو دی نو د دې لپاره د احساساتو او عواطفو لیکل په دغه دوران کې به ډیر حیرانوونکي او جالب وي.

تاسې کولای شئ چې د دغو ورځو خاطرات په یوه خاطراتي ټولګه کې ولیکئ او خپل عواطف بیان کړﺉ او د منفی احساساتو او استرس څخه ځان لرې وساتئ.

  • د هغه شرایطو لپاره چمتووالی چې وړاندوینه یې شوې نه ده: امیدواره میرمنې په دغه دوران کې د خپل ماشوم د تربیت لپاره ځینې پلانونه جوړوي خو باید پاملرنه وکړﺉ چې په ځینو شرایطو کې حالات ستاسې د خوښې مطابق پر مخ نه ځي نو ځکه خو باید خپل ځان د هغو پېښو پر وړاندې چې وړاندوینه یې نده شوې چمتو کړﺉ او خپله انعطاف پذیري ډیره کړﺉ.
  • د امیدواره میرمنو لپاره ماساژ:  دغه دوران یو مناسب هغه دی. د ځینو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره لکه ماساژ او یا  مانیکو او پریکور چې دغه فعالیتونه امیدواره میرمنې ته ارامښت ورکوي، خو وړاندې تر دې چې دغه فعالیتونه ترسره شی باید ډاډ ترلاسه کړﺉ چې جنین ته زیان ونه لري.
  • امیدواری دوران کې د میرمنو مختلف حواس نسبت عادی حالت ته قوی کیږی او دا تاسې ته له ژوند څخه د ډیرو خوند اخیستلو شونتیا برابروي.

د بېلګې په توګه؛ کله چې پارک ته ځئ د ګلانو له خوشبویی، د الوتونکو او د غږونو له ښکلې منظرې څخه خوند اخلئ چې دغه کار ستاسې د روحیې پر ځواکمنتیا باندې ډیر اغېز لري.

  • ډیر استراحت کول:  په دغه دوران کې به ښه دا وي چې له درنو کارونو څخه چې تر دې وړاندې مو ترسره کول، ډډه وکړﺉ او هغه کارونه د کورنۍ نورو غړو ته پریږدﺉ. په دې سره کولای شئ چې خپل ماشوم ته ډیره پاملرنه وکړﺉ.
  • د امیدوارۍ په دوران کې مطالعه: د امیدوارۍ په دوران کې د سختیو او ستونزو د راتګ تر څنګ مطالعه ډیر تاثیر او ارامښت لري او دغه اصل هم ستاسو د اطلاعاتو د تقویت باعث ګرځي.
  • د مور کیدو لپاره د ځان چمتووالی: مور کیدل یوه ښه تجربه ده خو هغو کسانو ته چې ذهنی چمتووالی ولری، تر هغو هم غوره تجربه کېدی شي. د هغو کسانو لپاره چې تجربه نه لري، په کار ده چې په دغه دوران کې څیړنه وکړي چې دغه فعالیتونه د ماشوم په روزنه کې مثبت تمامېږي.
  • له جنین سره اړیکه: په تیرو بحثونو کې مو د امیدوارۍ او د ماشوم د ګټو په اړه خبرې وکړې، ستاسو وجود کې د جنین وده او لوییدلو سره ستاسو او د هغه ترمنځ عاطفی اړیکه به رامنځته شي، چې تاسو کولای شﺉ د ځینو فعالیتونو په تر سره کولو لکه زمزمه کول ماشوم سره خبرې کولو باندې اړیکه ولرلی شئ.
  • د ماشوم د راتګ لپاره اړین چمتووالی:  د ماشوم د راتګ لپاره چمتووالی ستاسو ژوند او کور ته د استرس د ختمیدو لامل کېږي او له ځان سره به ډېرې حیرانتیاوې ولري.
  • د ماشوم لپاره توکي اخیستل: د ماشوم لپاره د اړتیا وړ توکی اخیستل د امیدواره میرمنو لپاره سرګرمی ده خو باید پام مو وي چې د دغه کار په ترسره کولو کې ځان ستړې نکړئ.
  • د ژوند ارزونه: د وخت په تیریدو سره په ژوند کې ستاسې لومړیتوبونه هم بدلون کوي. مهمه داده چې له خپل ځان سره پاتې شئ او خپل ژوند و ارزوﺉ او په دې ترتیب تاسې کولای شﺉ په ډېره په توګه له رامنځته شویو بدلونونو سره ځان بلد کړئ.
  • له والدینو سره اړیکه نیول: امیدواري یو غوره پړاو دی چې تاسې له خپلو والدینو سره ژوره اړیکه وساتﺉ او تاسو کولای شﺉ چې د خپل ماشوم په تربیت کې له هغوی څخه مشوره او مرسته وغواړئ.
  • د ګډ ژوند د مسایلو پرمختګ: د امیدوارۍ په دوران کې د امیدواره میرمنې هورمونونه تغیر کوي او زیاتوالی په کې راځي. همدارنګه د امیدوارۍ دوران د ګډ ژوند له مسایلو څخه د خوند اخیستلو لپاره یوه غوره پیل دی. داسې چې ستاسې پر روح او روان هم مثبت تاثیرات لرلی شي.
  • د نویو دوستانه اړیکو جوړول:  په دغه دوران کې امیدواره میرمنې روغتونونو ته ډیر تګ راتګ کوي او له نورو امیدواره میرمنو سره اړیکې ټینګوي.

په دغه دوران کې کولای شئ د نورو امیدواره میرمنو سره ښې دوستانه اړیکې ولرﺉ او د یو بل له تجربو څخه ګټه واخلئ.

  • هوښیارې اوسئ: د امیدوارﺉ له لومړیو څخه خپل مالی کارونو ته پلان جوړ کړﺉ (ښایي د ماشوم زیږیدنې کې به ډیر لګښت رامنځته شی) او ښایې دغه موضوع د امیدوارﺉ په اواخرو کې ستاسو د پریشانﺉ لامل شي، نو ښه به دا وي چې د داسې حالت د راتګ مخنیوی وکړﺉ.
  • د روغتیا مدیریت: په دغه دوران کې باید خپلې روغتیا ته زیاته پاملرنه وکړئ.

د بېلګې په توګه، که چیرې وزن مو زیات دی خپل وزن لږ کړﺉ او یا که تیرویید یا دیابت ناروغۍ لرﺉ، باید خپل ډاکټر سره په دې اړه مشوره وکړﺉ تر څو په دې اړه لازمې لارښوونې درته وشي، چې دغه کار د جنین د روغتیا لپاره هم ښه دی.

  • د امیدوارۍ دوران کې ځانګړی سپورتي تمرینونه:امیدوارۍ کې د روغتیایي تمریناتو تر سره کول د استرس د کموالی، د روحیې د تقویت، د ملا درد کموالی او د مور د وینې د جریان په ښه والي کې ډیره مرسته کوي.

ځینې نور مهم ټکي:

کله چې پوهیږﺉ امیدواره یاست، ژوند مو بدلېږي او د امیدوارۍ په پای ته رسیدو سره ځینې برخې د ژوند بیرته عادی حالت ته راګرځي، خو ټولې نه،

په دغه دوران کې تر ټولو مهم ټکی ستاسې د ژوند نوی پړاو پیل کېدل دي.

  • په ژوند کې مو راغلی بدلون ته درناوی وکړﺉ.
  • ستاسو په بدن کې د وړوکی جنین د ودې په اړه د اطلاعاتو درلودل کولای شی ستاسو په بدن کې د رامنځته شوی تغیراتو په خبرتیا کې مرسته وکړی او په یاد ولرﺉ چې ستاسو بدن د یو عمل د ترسره کولو په حال دی او تاسو د احترام وړ یاستئ.
  • هڅه وکړﺉ چې په دغه دوران کې ځان لپاره خاطرې جوړې کړﺉ او له خپل مور او پلار څخه وغواړﺉ تر څو له تاسو څخه انځور واخلی تر څو وروسته وکولای شﺉ دغه انځورونه خپل ماشوم ته ښکاره کړﺉ او خپل د ژوند ملګری هم په دې کارونو کې شریک کړئ.
  • د ژوند  مثبتو ټکو ته پاملرنه وکړﺉ او هره ورځ ځانته دا ووایاست چې ته ډیره خایسته یې ۔
  • د زیږیدنې مختلفو نکاتو په اړه تحقیق وکړﺉ او تر ټولو مناسب یې ځان لپاره وټاکﺉ.
  • د خپلو دوستانو څخه د مرستې له غوښتلو مه ویریږﺉ ځکه چې تاسو هغوی ته ارزښت لرﺉ.
  • دغه ټول کارونه تاسو کې د خوشحاله روحیې پیدا کیدو کې د امیدوارۍ دوران کې تاسو سره مرسته کوی.

ژباړنه: اسما خیال

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.