The news is by your side.

افغان لوبډله د آسټرالیا پر وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبه کوي

خبریال وېب پاڼه/افغان کرېکټ بورډ د روان زیږدیز کال په وروستیو کې د آسټرالیا ملي لوبډلې پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې خبر رسنیز کړ.

د کرېکټ بورډ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي لوبډله به د روان زیږدیز کال د نومبر میاشتې په ۲۱ مه نېټه د آسټرالیا د ملي لوبډلې پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره د لوبې ډګر ته ښکته شي.

د کرونا وبا په راتګ سره ټول نړیوال کرېکټ او نور سپورټي لیګونه په ټپه درېدلي دي. په دې وروستیو کې د هند د غوره لیګ (آی پي اېل) لپاره هم د مینوالو تنده په سړېدو ده. د هندوستان کرېکټ بورډ او د آی پي اېل د ټولو لوبډلو مالکانو تر دې دمه څو ځله ناستې کړې دي خو د آی پي اېل په هکله یې غوڅه پرېکړه کړې نه ده.

د پاکستان سوپر لیګ هم په نیمه لار کې کرونا وبا ته تسلیم شو او په نیمه پایلوبه کې یې لوبې وځنډولې چې ښایي سږ کال بیخي ترسره نه شي او همداسې نیمګړې پاتې شي.

د کرېکټ بورډ اجرایه رییس لطف الله ستانکزي رسنیو ته وویل چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ټېسټ یوازینۍ لوبې ته زیات لېواله دي، چې تمه ده په نومبر میاشت کې د یو بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

افغانستان خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه د هندوستان پر وړاندې کړې وه چې په لوی توپیر یې هندۍ لوبډلې ته ماته ومنله خو په دویمه او دریمه لوبه کې چې د آیرلنډ او بنګله دېش پر وړاندې یې وکړې، بریاوې یې ترلاسه کړې. له دې سره افغان لوبډله هم د ټېسټ په جدول کې په لسو غوره لوبډلو کې شامله شوه. له دې بریاوو سره افغان لوبډله په نړیواله کچه ډېره وستایل شوه او د یوې پیاوړې لوبډلې په توګه یې وپېژندله.

په دې ورستیو کې په کرېکټ بورډ باندې نیوکې هم زیاتې شوې دي چې له لویو لوبدلو سره د لوبو په جوړولو کې پاتې راغلي دي. یو شمېر کرېکټ پوهان په دې باور دي چې د کرېکټ بورډ په اداره کې غیر مسلکي کسان د چارو ګدۍ وال شوي دي چې د کرېکټ په تخنیکي برخه او د سپورټ په ډیپلوماسۍ سم نه پوهېږي.

تېره اونۍ د کرېکټ بورډ پخواني رییس نسیم الله دانش له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ادعا وکړه چې کرېکټ بورډ د سیاسي معاملو ښکار شوی دی او په خبره یې ولسمشر لا هم توانېدلی نه دی چې وړ او په کار پوه کس د دغې ادارې مشر کړي.

افغانستان تر اوسه ټوټال څلور ټېسټ لوبې کړې دي چې په ترتیب سره له هند او ویسټنډیز حخه یې ماتې منلې او د آیرلنډ او بنګله دېش پر وړاندې یې بریا خپله کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance