یوه سینګاپوري ټکسي وان ته ۴ میاشتې بند سزا واورول شوه
خبریال وېب پاڼه/یوه سینګاپوري ټکسي چلوونکي ته پر خپل فېسبوک د ناسمو معلوماتو د خپراوي له امله د ۴ میاشتني بند سزا واورول شوه.
د سینګاپور یوې محکمې هغه ټکسي چلووونکي ته د څلورو میاشتو بند سزا واوروله چې په خپل فېسبوک یې د کرونا وبا په هکله شایعاتي او ناسم معلومات خپاره کړي وو.
کنت لای یونګ هوی نومي ټکسي چلوونکي ته وروسته له هغه دا سزا واورول شوه چې په یوه فېسبوکي ګروپ کې یې له خپل فېسبوک نه یو پیغام بدګه کړی ؤ چې په کې راغلي وو، ټاکل شوې ده په هېواد باندې قحطي راشي او له خلکو څخه یې غوښتي وو چې خوراکي توکي زېرمه کړي.
که څه هم له خپراوي ۱۵ دقیقې وروسته یونګ هوی خپل پوسټ بېرته پاک کړ خو په همدې کم وخت کې یې د ځان پر وړاندې د هغه فېسبوکي ګروپ څه د پاسه ۷ زره او ۵ سوه غړي د ځان پر وړاندې را پارولي وو چې د نوموړي پر وړاندې یې غږ ناندریز کړ.
سینګاپور هم د نورې نړۍ په څېر کرونا ځپلی دی خو په وقایوي برخه کې یې تدابیر سخت کړي دي او ټول وګړي یې اړ دي چې ماسک وکاروي او ټولینز واټن مراعات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې موده مخکې په بریتانیا کې هم یوه لاروي ته پولیسو ته د ور پرنجېدو په تور د بند سزا اورول شوې وه. دغه کس په قصدي توګه پولیسو ته ور ټوخېدلی ؤ او په دروغه یې ورته ویلي وو چې نوموړی کرونا ویروس نیولی دی.
په سینګاپور کې د کرونا وبا په راتګ سره قوانین د پخوا په پرتله سخت او پېچلي شول. دوی سره له دې چې خپلو وګړو ته په لومړنیو احتیاطي تدابیرو کې د جدیت لپاره جدي تګلارې وضع کړې، له قانون سرغړوونکو ته یې هم درنې نغدي او زنداني سزا ګانې واورولې.
د معلوماتو له مخې په سینګاپور کې که څوک د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې له قوانینیو سرغړونه وکړي او دروغجن شایعات خپاره کړي، له ۷ زره دالرو نیولې بیا تر دری کلن زندان پورې سزا سره مخ کېدلی شي.
په دې کې د دې شونتیا هم شته ده چې ځینې کسان که دروند جرم ولري، هم به نغدي جریمه دولت ته ورکوي او هم به ټاکلې موده بند تېروي.
سینګاپور له کرونا سره د مبارزې په موخه له نړۍ سره د هر راز راشه درشې لپاره خپلې پولې تړلې دي چې په دې وروستیو کې یې په نسبي توګه نرمښت په کې راوستلی دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.