The news is by your side.

کونړ کې د مېوو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

خبریال وېب پاڼه/ په لومړي ځل کونړ کې ۴۰۰ ټنه شفتالو تولید شوي دي

د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې څلور سوه ټنه شفتالو تولید او بڼوالو ته میلیونونه افغانۍ عاید ور په برخه شوه.

د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د خصوصي پانګوالو له لوري د بڼوالۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ورځ تربلې په پراخېدو ده.

د کونړ د کرنې رییس نجیب الله عادل وایي چې د مالټې، لیمو او نارنج ترڅنګ د کرنې ریاست په تخنیکي همکاریو د پانګوالو له لوري په ۹۵۰ جرېبه ځمکه کې د شفتالوانو بڼونه جوړ شوي، چې سږکال د ۲۷۰ جریبه ځمکې باغونه په حاصلاتو راغلي.

نوموړی وایي چې د شفتالوانو بڼونو له درکه خلکو ته د کاري اسانتیاوو ترڅنګ بڼوالو ته ۸.۲ میلیونه افغانۍ په لاس ورغلي.

یو تن پانګوال حاجي نظام الدین وایي خوښ دی، چې په پانګونې یې خلکو ته د کاري فرصتونو ترڅنګ په ښه کیفیت مېوه بازار ته وړاندې شوه.

یاد پانګوال چې، په دې ولایت کې یې په ۲۶۰ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ کړي، د مېوو د ساتنې او بسته بندۍ په برخه کې د دولت د پاملرنې غوښتنه کوي.

ځایي اوسیدونکي بیا د مېوو د ښه کیفیت ترڅنګ د بڼوالۍ سکتور وده د هېواد د ملي اقتصاد او کورنیو تولیداتو پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن بولي او د دې ولایت د شاړو دشتو ابادولو په برخه کې د حکومت او خصوصي سکتور په ګډو همکاریو ټینګار کوي.

په ورته مهال سږکال د هېواد له ختیځ زون او په ځانګړې توګه له ننګرهار د مېوو په حاصلاتو او تولید کې زیاتوالی راغلی.

د ننګرهار له شېرزادو ولسوالۍ سږکال شفتالو او ځمکني توت په زرګونه ټنه حاصلات ورکړي، ورسره په څنګ کې په جنوب ختیځو ولایتونو کې هم د ځمکنیو توتانو کښت ته د بزګرانو لېوالتیا ډېره شوې او دې برخه کې یې خوارۍ پیل کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.