د روغتیا په نړیوال سازمان ۴۵۰ ملیونري مرسته بنده شوه
خبریال وېب پاڼه/د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیا پر نړیوال سازمان خپلې مرستې او له دغې سازمان سره خپله توله همکاري بنده کړه.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل تازه اقدام کې د روغتیا پر نړیوال سازمان خپلې تولې همکارۍ او مرستې بندې کړې. د معلوماتو له مخې امریکا هر کال د روغتیا له نړیوال سازمان سره شاوخوا ۴۵۰ ملیونه ډالره مرسته کوله.
تر دې وړاندې ټرمپ څو ځله د روغتیا نړیوال سازمان ته ګوتڅنډنه کړې وه چې خپلې چارې سمې کړي کنه امریکا به له دغې سازمان سره خپلې ټولې اړیکې پرې او یا به ورباندې له سره غور وکړي.
ټرمپ پرون جمعه داسې مهال د روغتیا پر نړیوال سازمان د خپلو مرستو د بندولو خبر ورکړ چې نوموړي پر چین باندې هم د ځینو بندیزونو لګولو ګواښ وکړ او له هانکانګ سره یې خپل سوداګریز او مسافرتي امتیازات پرې کړل.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې پر چین تور ولګاوه چې د کرونا ویروس په خپرېدو کې یې ټوله نړۍ ځپلې ده او په وینا یې له دغې وبا څخه یوازې تر ۱۰۰ زرو زیات امریکایان هم وژل شوي دي چې په وینا یې دا یو نه بښونکی عمل دی.
د ټرمپ انګېرنه او فکر دا دی چې ګواکې چین په لوی لاس د روغتیا نړیوال سازمان باندې فشار راوړی ؤ تر څو نړیوال د کرونا په هکله لار ورکي او حیران کړي تر څو دغه ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شي.
امریکا هر کال د روغتیا له نړیوال سازمان سره د ۴۵۰ ملیونه ډالرو مرسته کوي چې د ټرمپ له اوسنۍ پرېکړې وروسته به دغې سازمان ته نه ورکول کېږي. ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې وویل چې دوی به دغه مرستې له نورو فعالو نړیوالو روغتیایي سازمانونو سره وکړي تر څو د کرونا او ورته ناروغیو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
اوس مهال د نړۍ په هره برخه کې د کرونا وبا خپره شوې ده چې د امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو په ګډون یې ځینو هېوادونه سخت ځپلي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان که څه هم د ټرمپ د وروستي اقدام په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په ځلونو ټینګار کړی دی چې دوی د وخت له اړتیاو سره سم معلومات خپاره کړي دي. د دغې سازمان د معلوماتو ه مخې دمګړۍ د نړۍ په کچه په څه د پاسه ۱۱۰ ډوله واکسینو باندې کار روان دی چې په نیږدې راتلونکي کې به یې د ازماینې چارې هم پیل شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.