The news is by your side.

سولې لپاره د ډاکټر نجیب په نیت او ملتپالنې یوازې افغانان پوهیږي

خبریال وېب پاڼه/ د پخواني ولسمشر شهید ډاکټر نجیب الله لور مسکا نجیب وایي، سولې ته د ډاکټر نجیب په نیت او ملتپالنې یوازې افغانان ښه پوهیږي.

مسکا نجیب خپل پلار ډاکټر نجیب ملتپال یاد کړی او په وینا یې په دې خبره یوازې افغانان پوهیږي.

مسکا نجیب د ولسمشر غني پر هغو څرګندونو تونده نیوکه کړې، چې د اتلانتیک شورا سره یې د ویډیویي کنفرانس پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې چې، که چېرې د سولې لپاره د طالبانو شرط د نوموړي استعفا او د لنډ مهالې ادارې رامنځته کول وي، د استعفا د ورکړې لپاره چمتو دی؟ وویل، د ډاکټر نجیب الله ستره د تېروتنه هم د استعفا هوډ وو. موږ دغه فلم په خپل ژوند لیدلی او پوهیږو چې انجام یې څه دی، هیله کوو موږ نه د دې فلم بیا تکرار غوښتنه مه کوﺉ.

د شهید ډاکټر نجیب الله لور مسکا نجیب په خپله ټوېټر پاڼه د غني د دې څرګندونو په غبرګون ویلي:

”ولسمشر غني افغانستان کې جګړه د شل کلن فلم پروژه ده ده، په هر صورت هر فلم پای لري، د مرکې په پای کې ستاسې مسکا د یو مشر سره نه ښایي، د سولې په اړه د ډاکټر نجیب پر نیت او ملتپالنې یوازې افغانان پوهیږي.

مسکا نجیب د شهید ډاکټر نجیب الله کشرۍ لور ده چې عکاسي کوي او د مستندو فلمونو جوړونکې ده.

ولسمشر غني د غبرګولي په ٢٢مه ماښام د اتلانتیک شورا په ویډیویي کنفرانس کې د افغان سولې د زمینې او پرمختګ په اړه غږېدلی و.

نوموړي ویلي وو، د افغانستان جګړه ګټوونکی او بایلوونکی نه لري. افغان دولت، امریکا او د افغانستان خلک د سولې په هوکړه لیک کې د پر ژمنو د طالبانو نه ودرېدلو ته اندېښمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت له لوریو د بندیانو د ازادولو لړۍ له ختمېدو سره سم به بین الافغاني مذاکراتو د پیل نېټه په ډاګه شي د، اوس انګېرنې دا دي چې طالبان د ولسمشر غني استعفا او د لنډمهالې ادارې د رامنځته کېدو شرط وړاندې نه کړي، ځکه طالبان هم د لنډمهالې ادارې د رامنځته کولو غوښتونکي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.