د اتلانتیک شورا سره د غني کنفرانس او سولې ته نوې هیلې
پدې وروستیو کې د سولې پروسې په لور یو شمېر مثبت ګامونو پورته شوې دي چې له امله یې د افغانانو تر منځ یو ځل بیا د سولې هیلې تاندې شوې دي. دا هیلې هغه وخت لا پسې نورې هم زیاتې شوي کله چې په ۱۱ جون ۲۰۲۰ کې ولسمشر غني د امریکا اتلانتیک شورا څېړنیز مرکز سره په یو ویډیوي کنفرانس کې د سولې په برخه کې د ښه پرمختګ له کبله خوښي څرګنده کړه او نوموړي زیاته کړه چې د سولې په تړاو به په راتلونکی کې نړۍ د نویو ګامونو نه خبره شي. د دې تر څنګ ولسمشر غني د خبرو په مهال دا هم وویل چې ډیر زر به دوه زره نور طالب بندیان له بند نه ازاد شي. د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون یو عمده شرط د حکومت له لوري د پنځه زره طالب بندیانو ازادول دي او په ورته اقدام کې به طالبان هم د حکومت زر بندیان ازادوي. د بندیانو ازادول د افغان خپلمنځي خبرو لپاره لاره هواروي. همدارنګه د سولې په تړاو پدې وروستیو کې د کابل، اسلام اباد او دوحې ترمنځ سفرونه هم زیات شوې دي چې دا هم د سولې راوستلو لپاره ښې پیلامې دي.
اوس پاکستاني جنرالان په افغانستان کې له ډیرې ګټې نه لږ ګټه غوره ګڼې
د سې شنبې په ورځ ( ۹ جون ۲۰۲۰) د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغي او د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله سره یې وکتل. له غونډې وروسته، ډاکټر عبدالله په پر خپل فېس بوک پاڼه لیکلي دي چې د پاکستان د پوځ مشر ورته ویلي چې افغان سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده. نوموړي زیاته کړې ده چې پاکستان چمتو دی څو په دې اړه له افغانستان سره له نږدې همکاري وکړي. که څه هم د پاکستان د پوځ مشرانو پخوا هم کابل ته سفرونه کړې دي چې پرته له تشریفاتي بڼو لرلو یې د سولې پروسې کې هیڅ مرسته نه ده کړي او تر هر سفر وروسته د جګړې لمنې لا پسې پراخه شوې دي. د ګندهارا آنلاین خبري رسنۍ په ۱۰ جون ۲۰۲۰ کې، ایا پاکستان چمتو دی چې د افغان طالبانو پټنځایونه له منځه یوسي تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده. په دغه مقاله کې د امریکا حکومت پخواني سلاکار بارنیټ روبین له قوله ویل شوي چې د سولې نه د پاکستان ملاتړ پدې مانا نه دی چې ګواکې د هغې پانګونې نه دې پاکستان تیر شي چې په طالبانو یې کړې ده. روبین زیاتوي، پاکستان غواړي چې هغه ګټه چې دوی په لومړي سر کې په پام کې نیولی وه اوس د هغې پر ځای نسبتا لږ ګټه تر لاسه کړي.
زما په باور د سیمې په سیاسي انډولونو کې په چتک ډول بدلونونو ته په کتو سره، د قمر باجوه وروستی سفر د پخوانیو سفرونو سره یو څه توپير لري او هغه دا چې پاکستان په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو په روزلو او ملاتړ منزوي شوي دی. د ترهګرو ډلو ملاتړ پاکستان ته په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې زیات زیانونه اړولې. د ټرمپ اداري په پاکستان باندې د شاوخوا دوه میلیارده ډالرو مرستې درولې دي. د ترهګرو ډلو د ملاتړ له امله له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې یا فاینانشل اېکشن ټاسک فورس رسماً پاکستان په خړ نوملړ کې شامل کړی دی. دغو پورته بدلونونو ته په کتو سره پاکستان اړ دی چې د سولې پروسې سره همکاري وکړي تر څو په نړیوال توګه بایللی حیثیت بیرته تر لاسه کړي.
ولې ولسمشر غني هر ځل د سولې په تړاو د ډاکټر نجیب الله د ترخې تجربې د نه تکرارولو خبرې کوي؟
د سولې اړوند نورو موضوعګانو تر څنګ د امریکا اتلانتیک شورا د څېړنیز مرکز په ویډیو کنفرانس کې د والسټریټ ژورنال خبریالې جېسېکا دوتاني د افغانستان د ولسمشر اشرف غني نه وپوښتل که چیرې د سولې لپاره د امریکا او طالبانو یوه غوښتنه ستاسې ګوښه کیدل او د یوې موقتې ادارې رامنځته کیدل اوسي، تاسو به ګوښه شئ؟ د دې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر وویل چې د ډاکټر نجیب الله د ژوند تر ټولو ستره تېروتنه هماغه وه چې اعلان یې وکړ چې استعفا به ورکوي. مونږ دغه فلم په خپل ژوند لیدلی دی. هیله کوو چې له مونږ نه د دغه فلم بیاځلي تکرارولو غوښتنه مه کوئ چې مونږ پوهېږو چې پای یې څه دی.
دې پوښتنې او ځواب دې ته وهڅولم چې یو ځل بیا د ډاکټر نجیب د حکومت وروستۍ شیبو ته یو کتنه وکړم. د ډاکټر نجیب الله د حکومت د نسکورېدو او د سولې پلان د ناکامیدو په تړاو ډیر نظرونه موجود دي، دلته زه غواړم د اډوارډ ګارګان یو خبري راپور چې په نیویارک ټایمز کې په ۴ اپرېل ۱۹۹۲ کې خپور شوي و، د اوسنۍ سولې پروسې په رڼا کې ستاسې سره شریک کړم او وروسته یې وارزوم. راپور کاږي، د ملګرو ملتونو پلان له مخې د ډاکټر نجیب الله او مجاهدینو مشرانو په څیر د نامتو شخصیتونو په استثنا سره د افغانستان د سیاسي او توکمیزو برخو د استازو ترمنځ د یو لړ غونډو غوښتنه کړی وه. د دغو غونډو هدف دا و تر څو د جون تر میاشتې پورې موقت حکومت رامنځته او ټاکنو ته لار هواره کړي.
د ګارګان په قول ډاکټر نجیب الله د مارچ میاشت ۱۹۹۲کې اعلان کړی و چې غواړي د واک نه لاس پر سر شي. دا هغه شرط و چې مجاهدینو یې غوښتنه کوله. که څه هم ډاکټر نجیب الله د خپلې استعفا موده مالومه نه کړه، خو ملګرو ملتونو داسې تمه درلوده چې کېدای شي نوموړی به په راتلونکو دوو اونیو کې واک پرېږدي. ګارګان وایي، هیچا نه غوښتل چې کابل سکوت وکړي. په کابل کې د خوراکي توکو کموالي او په شمال کې د ملیشو ځواکونو بغاوت د دې لامل شو چې بینان سیوان خپلې هلې ځلې لا پسې ګړندۍ کړي. د سولې د نوي چټک مهال ویش په مټ بینان سیوان غوښتل چې ۵۰۰ افغانان په جنیوا یا ویانا کې د اپرېل د میاشتې په پای کې سره راټول شی او په ورته وخت کې نوموړي غوښتل چې د ۱۲ نه تر ۱۵ بې پرې افغانان په راتلونکي دوو اونیو کې کابل ته لاړ شي تر څو موقت حکومت رامنځ ته کړي. د موقتې ادارې د غړو د امنیت او واک خوندي کولو په سر اندېښنې موجودې وي. ګارګان زیاتوي، تر اوسه پدې هم هوکړه نه وه شوي چې څرنګه به اوربند اعلان او نافذ شي. دا ځکه چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه په یوګوسلاویا او کمبوډیا کې لا وار له مخې د مالي او نورو ستونزو سره مخامخ ول او نړیوال سازمان نه غوښتل چې یو بل پراخه سوله ساتي ځواک ته ځان ژمن کړي. د پورته مالوماتو په رڼا کې د خلیلزاد او بینان سیوان د سولې پروسو ترمنځ توپیرونه ګورم.
د خلیلزاد او بینان سیوان د سولې پروسو ترمنځ توپیرونه
د خلیلزاد سولې پروسه
امریکا-طالب تړون د نړیوالې ټولنې ملاتړ لري. پدې مانا چې د سیمې هېوادونه د خپلو اندېښنو او ګټو خوندي کولو سره، سره د سولې پروسې سره همکاري کوي. د دوحې تړون د یو منظم پلان له مخې مخکې ځي. امریکا د سولې پروسې پلي کولو کې جدي دی او په ورته وخت کې د یو تضمین کوونکي په ډول د سولې د پلي کولو د بهیر نه څار کوي. ناټو چې په سر کې امریکا ده په افغانستان کې نظامي شتون لري او د افغان نظام کلک ملاتړي دي. په خپله افغان حکومت منظم اداري واحدونه او پیاوړي امنیتي ځواکونه لري. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د دوحې تړون ټول بندونه مشروط دي. د بیلګې په توګه د بندیانو د خلاصون نه وروسته به افغان خپلمنځي خبرې پیل کیږي چې هلته به د راتلونکې په هکله افغانان پرېکړې کوي او همداسې نور بندونه به یو بل پسې پلي کېږي. همدارنګه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ هم د سولې پروسې په پرمختګ پورې تړلی ده.
د بینان سیوان سولې پروسه
د بینان سیوان سولې پروسې له هر اړخه نیمګړتیاوې لرلې. د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ سړه جګړه پای ته رسېدلی وه. شوروي اتحاد مخ په ټوټه کیدو و. د برلین دیوال نړیدلی و. امریکا او د هغه اتحادیانو ته د افغانستان موضوع لومړیتوب نه درلوده. په خپله د ډاکټر نجیب حکومت د لوړ رتبه غړو ترمنځ د بې باورۍ چاپیریال اوج ته رسېدلی و او ملیشو په شمال کې بغاوتونه پیل کړي ول. د مجاهدینو تنظیمونو تر منځ د واک پر سر لا پخوا جګړې تودې روانې وي او هر تنظیم د واک د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کولې. ملګرو ملتونو نه غوښتل چې سوله ساتي ځواکونه افغانستان ته واستوي تر څو یوه بې پرې موقته اداره په کابل کې واک ته ورسوي او بیا یې امنیت خوندي کړي.
ولې نو اوس سولې ته هیلې ډیرې شوې دي؟
د سولې اوسنۍ پروسه د ډاکټر نجیب الله د وخت د سولې پروسې سره پرتله کول مونږ ته ډېر څه را زده کوي. زما په آند، د پورته یادو شوو حقیقتونو په رڼا کې ښایي د ډاکټر نجیب الله د سولې پروسې ناخوالې تکرار نه شي. هغه وخت او دا وخت ستر توپيرونه لري چې یو څو یې پورته یاد شوي دي. اوس تر هر بل وخت نه د افغانستان ۴۲ کلنې غمیزې ته د پای د ټکي د کېښودلو لپاره ښه چاپیریال رامنځ ته شوی دی. هو، د سولې په وړاندې به وخت په وخت واړه خنډونه رامنځ ته کېږي خو دا به پدې مانا نه وي چې ګواکې د سولې پروسه ټوله ګډوډه کړي. یوه اندېښنه شته چې کېدای شي د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخامخ کړي او هغه دا چې: که چیرې ټولې ښکېلې خواوي په پوره صداقت سره د سولې د کامیابولو لپاره ګامونه پورته نه کړي.
لیکوال : عبدالله خان / لندن بریتانیا
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.