The news is by your side.

دزرګونه انسانانو ژغورونکی افغان ډوډۍ نه لري !

خبریال وېب پاڼهد غزني ولایت اوسېدونکی د ملي پولیسو سرباز سلیم (۳۶۷۵) ماینونه شنډ کړي‌ خو (۳۶۷۶) ښخ شوي‌ ماین یې ژوند ور ویجاړ کړ.
لاسونه یې غوڅ‌ ؛‌ سترګې یې ړندې او پښې یې پرې شوې ؛ خو بیا هم ژوندی پاتې شو .

په غزني‌ کې د خبریال وېبپاڼې همکاره خدیجه اشرفي وايي چې ددغه سرباز ژوند په سخت کړاو کې دی او دژوند اسانتیا وې نه لري .

سلیم خبریال وېب پاڼې ته وویل :

« ویاړم چې د زرګونه افغانانو ژوند مې ژغورلی دی ؛ البته مایوسه ځکه یم چې حکومت مې هیڅ پوښتنه نه کوي ؛ افغان یم خو خدای د خپلې ښځې لاس ته محتاج کړی یم .»

سلیم او د هغه مېرمن له حکومت نه د مرستې او معاش غوښتنه کوي ، هغه د دریو ماشومانو پلار دی .

د سلیم مېرمن د چرګو هګۍ پلوري او د دریو وړو ماشومانو سره هم مهاله خیاطي او د سلیم قهرمان پالنه کوي .

سلیم د افغانستان د ملي‌ځواکونو یو مثال دی ؛ خو په دغه هیواد کې د سلیم په څېر زرګونه ټپي عسکر اوس د مجبوریت ژوند کوي .

البته د سلیم او ګڼو نورو مجبور عسکرو تر منځ فرق دادی چې سلیم نه خیرات غواړي‌ او نه هم د مجبوري‌ لپاره چاته لاس غځوي ؛ هغه د خپل حق غوښتنه کوي او وايي چې د معیوب کارت یې حق دی باید ورکول شي .

د غزني ولایت د اندړو ولسوالي‌اوسېدونکی سلیم چې د (۳۶۷۵) ماینونو شنډونکی دی که یې په یوه ماین کې د یوه افغان ژوند ژغورلی وي نو (۳۶۷۵) افغانان یې ژغورلي دي .

افغان حکومت ته په کار دي چې ددې سرتېري ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او هغه ته د ژوند اسانتیاوې برابري کړي .

حکومت باید د تپي او معیوبه سرتېرو اولادونو ته د زدکړو او دوی ته د سرپنا زمینه سازي وکړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.