شاهد افریدی په کرونا ناروغيککړ شوی
خبریال وېبپاڼه – د پآکسان د کرکټ وتلی ستوری او د پآکستاني کرکټ ټیم پخوانی کپتان شاهد افریدی د کرونا په ناروغياخته وی دی .
نوموړي د دعا غوښتنه کړې ده .
ښاغلي اپریدي د شنبې په ورځ پر خپلو پاڼو، فیسبوک او ټویټر کې په ویروس د خپل اخته کېدو خبر خپور کړی دی.
هغه لیکلي دي: “د پنجشنبې راهېسې ښه نه یم او وجود مې بد درد کوي. زما معاینه وشوه او له بده مرغه د کروناویروس نتیجه مې مثبته ده. د بېړنۍ روغتیا لپاره ستاسو دوعاګانو ته اړتیا لرم. ”
افریدی تازه د پاکستان تر کنټرول لانديبلوچستان ایالت ته تللی وو.
شاهد اپریدی د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د پاکستان لپاره کرکټ کاوه او د دغه هېواد د ملي لوبډلې کپتان هم و.
هغه د خپل وخت یو چټک توپ وهونکی و چې په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې په کمو توپونو د ۱۰۰ منډو لومړی ریکارډ یې هم جوړ کړی دی.
اپریدی داسې مهال په کروناویروس اخته شوی دی چې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په پاکستان کې د کروناویروس له کبله شاوخوا ۲۵۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۳۲زره نور په دغه ویروس اخته دي.
دا یوازيشاهد افریدی نه دی بلکه په پاکستان کې ګڼ سیاستوال او تر درې زره زیات روغتیا ييکارکونکي هم په کرونا وایرس اخته شوي دي .
په افغانستان او پښتونخوا کې کرونا ناروغيپه چټکيپر مخ روانه ده او د ډاکترانو په وینا چې ښايي د کرونا د وایرس شدت نور هم زیات شي.
په بریتانیا کې افغان ډاکتر ډاکتر اکبر اکبر واي چې (که څه هم په ټوله امريکه کې او په تيره بيا په ټکزېس، فلوريډا او اريزونا کې خو همدا پرون د کويډ د ناروغانو شمېرې بيا تر ريکارډ کچې پورې ټوپ وهلې او د کويډ د دويمې راروانې څپې ويره ېې پارولې ده. چې د همدې دويمې څپې ويرو پرون د نيويارک د ونډو په بازار کې د کمپنيو د ونډو بيې بدې بدې ځپلي هم دي ).
نو اوس چې له يوې خوا په امريکه او پاتې نړۍ کې د کويډ19 ناروغۍ د دويمې څپې ويرې په ډېرېدو دي او له بلې خوا په افغانستان او سيمه کې ېې لا لومړنۍ څپه تر خپلې څوکې نه ده ورغلې او ورسره د قربانۍ لوى اختر هم راروان دى او د امنيت حالت هم داسې دى چې نن څو ګړۍ وړاندې د کابل د څلورمې کارتې د سوري شيرشاه په لوى جومات کې د جمعې د لمانځه په جمعه کې چاودنه شوې او د جومات د امام ارواښاد عزيزالله مفلح او د هغوى د دوو زامنو سره په کې ولسي خلک هم شهيدان شوي دي. نو د اخو مو د امن حال دى چې هيڅ سر او هيڅ د سر سړى را په کې خوندي نه دى او د غربت، بې وسۍ او داداري فساد، جنګ او د کورونا د لاسه مو حال دا دى چې نه د خپلو روغو د پاره ډوډۍ لرو او نه د ناروغانو د پاره اکسيجن! نو اخير کوو به څه؟
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.