The news is by your side.

د کونړ په ځنګلونو هماغسې تالان ګډ دی

خبریال و ب پاڼه/ که څه هم چې له کونړ ولایت نه په سمه لاره د لرګیو د راوړلو په کار بندیز لګېدلی او درې کاله کیږي، چې په لویه لار قاچاق بند شوی، خو لا هم ځنګلونه وهل کیږي او د هېواد ملي شتمني لوټل کیږي.

د کونړ په چپه دره او پېچ دره ولسوالیو کې هره ورځ د نښترو او لمنځو ونې وهل کیږي او په پټه قاچاق کیږي.

د کونړ ولایت د پېچ درې ولسوالۍ د کنډه ګل اوسېدونکی محمد جعفر وايي، د کوړنګل ځنګل که څه هم زیاته برخه وهل شوې، خو لا هم پاتې دی او وهل یې روان دي.

هره ورځ د ځنګله سر هسکه ونې وهل کیږي او د قاچاق لپاره چمتو کیږي، د حکومت وسله وال مخالفین ترې خپل باج اخلي.

د کونړ د چپې درې یوه اوسېدونکي عبدالودود وویل، په چپه دره کې د غرونو په لوړو کې سترې ونې ولاړې دي، چې هره ورځ د ځايي خلکو له خوا وهل کیږي، خو څرنګه چې هلته د حکومت وسله وال مخالفین دي، هغوی هم په کې شریک دي او یوه غوښنه برخه یې مخالفینو ته رسیږي.

د افغانستان حکومت آن د هېواد پخواني ولسمشر کرزي په اوله دوره حکومت کې د یوه فرمان په صادرولو د ځنګلونو وهل غیر قانوني کار بللی او د کونړ اداره یې مکلفه کړې چې د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وکړي، خو د کونړ اداره د ځنګلونو د وهلو مخنیوی ځکه نه شي کولی، چې د ځنګلونو په سیمو کې وسله وال مخالفین فعال دي او د حکومت زور پرې نه رسیږي.

د کونړ د چغه سرای د دم کلي استوګن رحمت الله وايي، که د حکومت لاس هم بر شي، چې د ځنګلونو مخه ونیسي، نو قصداً یې نه نیسي، ځکه د چارواکو هم په کې ګټه ده. لرګي بند دي، خو اوس هم د چغه سرای بازار له لرګیو ډک دی، دا له کومه کیږي، هره ورځ، مرکز چغه سرای ته په لرګیو بار لارۍ راځي او نوم پرې دا ایښودل کیږي، چې ګنې پخواني لرګي دي او نوي نه وهل کیږي.

یوځل د کونړ ادارې داسې پرېکړه وکړه چې جوړ شوي لرګي د وړلو اجازه لري. معنا دا چې له لرګیو جوړې شوې کړکۍ او دروازې جواز لري، خو روغ لرګي نه شي وړل کېدی.

په همدې کې هم د کونړ چارواکو ډېر رشوتونه واخیستل. که به چا یوه لارۍ جوړ کړي لرګي بار کړي وو، نو حکومت ته یې ډېر ناڅيزه محصول ورکاوه او پاتې برخه پیسې چارواکو اخیستې.

دا چې لرګي په کومه خوا قاچاق کیږي، د کونړ ولایت یوه اوسېدونکي تمیم خان وویل، کله چې په چپه دره او پېچ دره ولسوالیو کې لرګي ووهل شي. بیا د غرونو په لوړو ژورو کې په پټه د دېوه ګل درې له لارې د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ بډيالۍ ته قاچاق کیږي او هلته خرڅيږي.

په ننګرهار کې هم چارواکو د لرګیو په انتقال بندیز لګولی، خو بیا هم په پټه دا چاره روانه ده. ځايي پولیس او چارواکي په کې طبعاً چې رشوت اخلي او د شپې له لارې په پټه وړل کیږي.

د ننګرهار د ښېوې د بډیالۍ یوه استوګن عارف الله وویل، په لاره کې د داعش او طالبانو له خوا په هره یوه جوړه لرګیو لس زره کالدارې محصول اخیستل کیږي او بیا ښېوې ولسوالۍ ته په اسونو او قچرو رارسیږي، چې دلته یې په رارسېدو سره بیه دوه چنده لوړیږي او یوه جوړه چار تراش تر پنځه ویشت زره کالدارو پورې خرڅيږي.

د ننګرهار په ښېوه کې یو ځل دوه حکومتي خلکو چاپه هم ووهله او د ځينو سوداګرو مالونه یې ونیول او ضبط یې کړل، خو دا دوامداره هڅې غواړي او په یوه یا دوه ځل خلک نه کراریږي.

د کونړ اوسېدونکي وايي، د لرګیو د قاچاق له درکه طالبان او داعش په کونړ کې ښه درامد لري، ځکه چې هلته د حکومت کنټرول نه شته او هر څوک چې د ځنګلونو سیمو ته څېرمه پراته دي، په دې قاچاق کې لاس لري.

که څه هم د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې څو څو ځل پر خلکو د ځنګلونو د ساتنې غږ کړی، خو ځنګلونه د حکومت او قانون له سترګو پنا وهل کیږي، چې د چاپیریال ساتنې اداره پرې نه خبریږي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، زموږ همدومره له وسې کیږي، چې په تور سرک د لرګیو د قاچاق مخه ونیسو، لرې غرونو ته موږ ځکه نه شو ورتلی، چې دا د پوځ کار دی، ځکه هلته مخالفین دي او نه پرېږدي، چې د دې قاچاق مخنیوی وشي.

نوموړي وویل، اوس څوک جوړ کړي لرګي هم نه شي انتقالولی او هېڅوک یو انچ لرګی هم نه شي وړلی.

دا معلومه نه ده چې د کونړ په ځنګلونو به روان تالان تر څه وخته روان وي او تر کوم وخته به د نا امنۍ او د مخالفینو په نامه قاچاق روان وي!؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.